د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې او سوریې کې بله زلزله شوې


تازه زلزلې په ترکیې کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه کړي.
تازه زلزلې په ترکیې کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه کړي.

په سوریې او ترکیې کې چارواکي وایي د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب ۱) د دې هېوادونو سرحدي سیمې یو ځل بیا زلزلې ځپلې چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه درې تنه مړه شوي او څه باندې ۲۰۰ سوه نور ژوبل شویدي.

د ریشتر په اندازه د دغې زلزلې شدت ۶.۴ ښودل شوی دی.

په سوریې او ترکیې کې د دې زلزلې څخه دوه اوونۍ وړاندې پدې هیوادونو کې زلزلې ګڼ شمیر سیمې وځپلې چې نږدې ۴۵ زره کسان پکې مړه او لسګونه نور ژوبل شول.

په ترکیه کې چارواکو ویلي چې تازه زلزله د هاتای ولایت د دفنه په ښارګوټي کې شوي چې څو ورځې مخکې په زلزلې کې ډېر زیانمن شوی و.

د سوریې او ترکیې تر منځ د تازه زلزلې ټکانونه په اردن، لبنان او مصر کې هم حس شویدي. ویل کیږي چې په ترکیې کې د ژغورنې یو شمیر عمله چې د خاورو خزلو لاندې د مړیو او ژوندیو پسې ګرځیدل، په تازه زلزلې کې د ورانو شویو ودانیو لاندې شويدي.

ها خوا د سوریې دولتي مطبوعاتو بیا ویلي چې د دې هیواد د حلب په ښار کې په تازه زلزلې کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپي شویدي. د سپینو خولیو په نامه مرستندویه ډلې ویلي چې په زلزلې کې ۱۳۰ تنه ژوبل شوي هم دي خو ډیری ژوبل شوي کسان برسیرن ټپي شوي او ژوند یې په خطر کې ندی.

همدارنګه ملګرو ملتونو ویلي چې ۲۲۷ لارۍ موټر چې مرستندویه مواد پکې بار و، په سوریه کې هغو سیمو ته رسیدلي چې کنټرول یې د یاغیانو په لاس کې دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته اوس درې لارې پرانیستل شوي او هغوي کولی شي چې د همدې لارو څخه پدې سیمو کې خلکو ته مواد ورسوي. دې نړیوالې ادارې ویلي چې د نورو لاریو موټرو د لیږلو لپاره هم تیاری نیول کیږي چې مواد پکې بار دي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان هم دوشنبه د هاتای ولایت ته تللی و او ویلي یې دي چې حکومت یې پلان لري پدې ښار کې نږدې ۲۰۰ زره نوي کورونه جوړوي.

اردوغان همدرانګه دوشنبه په انقرې کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن سره وکتل او ښاغلي بلینکن د ملاقات څخه یوه ورځ وړاندې ژمنه کړې وه چې په ترکیې او سوریې کې د زلزله ځپلو سره ۱۰۰ ملیونه اضافي مرسته کوي.

اردوغان چې د مۍ په میاشت کې د انتخاباتو څخه مخکی له سیاسي ازمون سره مخامخ دی وویل چې‌ د حکومت په وس کې یې چې هر څه وي، د زلزلې ځپلیو سره به یې وکړي.

څو ورځې مخکې د ریشتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې په ترکیې او سوریې کې څه باندې ۴۳۰۰۰ کسان مړه کړل.

اردوغان وايي په دغو زلزلو کې په ترکیې کې شاوخوا ۱۱۸۰۰۰ کورونه یا نړیدلي، یا نړول یې په کار دي‌ او یا هم ډېر زیانمن شوي دي.

هغه ژمنه وکړه وکړه چې د نژدې ۲۰۰زره [۱۹۹۷۳۹] کوورنو بیا رغونه به د مارچ په میاشت کې پیلوي. هغه وویل چې په دغو کورونو کې یې ۱۳۰۰۰۰ په تر ټولو ډېر ځپل شوي ایالت «هاتای، کهرامانمراس او مالاتیا» کې دي.

XS
SM
MD
LG