د بریتانیا د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو لس غړي په سوریه او افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور محاکمه کېږي.
ویل شوي چې دغو لسو پوځي منسوبینو – نهه یې په سوریه او یو یې په افغانستان کې – په دریو جلا پېښو کې داسې اعمال ترسره کړي چې جنګي جنایتونه بلل کیږي.
په کلي توګه په ادعاو کې د ملکي وګړو وژنه، د له حده زیاته د ځواک کارول او هغه کړنې شاملې دي چې له نړیوالو بشري قوانینو سره په ټکر کې دي او یو له دغو پوځیانو څخه په افغانستان کې د دا ډول کړنو د ترسره کولو په تور تر عدلي تعقیب لاندې دی.
د بريتانيا د دفاع وزارت د هغو تورونو په اړه څېړنه کوي، چې ګواکې بريتانوي ځانګړو ځواکونو دوه کاله وړاندې په سوريه کې جنګي جرمونه کړي وو.
له دغو تحقیقاتو څخه یوه یې په سوریه کې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د یوې پېښې په اړه ده، چې په کې بریتانوي ځانګړي ځواکونه د یو جهادي شکمن د نیولو پر ځای هغه په ډزووژلی دی. ددغه شکمن جسد د یو ځانمرګي واسکټ سره نږدې موندل شوی، خو قرباني په خپل بدن پړرې هیڅ چاودیدونکي توکي نه و نښلولي.
همدارنګه د یو بل تور په اړه پلټنه کیږي چې په کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو یو غړی په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن شوی دی، که څه هم چې دا نده څرګنده شوې چې دغه پوځي افسر کوم عمل کړی چې جنګي جرم ګڼل کېږي.
د بریتانیا د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې د جنګي جرمونو ټول تورونه به په جدي توګه وڅېړل شي او د دغو تورونو په اړه د خپلواکو څېړنو ملاتړ کوي.
د ګارډین ورځپاڼې د بریتانیا د دفاع وزارت د ویاند له قوله لیکلي: "د برتانیا پوځي پرسونل د لوړو معیارونو او د هغو کسانو په وړاندې چې دا معیارونه نه پوره کوي، د پوځ څخه د ایستلو په ګډون، د اقدام د کولو په خاطر په ټوله نړۍ کې له لوړ درناوی څخه برخمن دی."
دا مهال په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاو په اړه څېړنې روانې دي.
د بي بي سي خبري شبکې دوه کاله وړاندې راپور ورکړ چې بریتانوي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۴ ملکي وګړي په شکمنو شرایطو کې وژلي او د دوی قوماندانانو د دې "جرمونو" له راپور ورکولو ډډه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه