د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې واګنر ډله د سودان په جګړه کې ښکېله ده - څېړونکي


د سودان په بندر کې ولاړه د روسیې جنګي بیړۍ
د سودان په بندر کې ولاړه د روسیې جنګي بیړۍ

په سودان کې د واک په سر د دوو سیالو پوځي مشرانو تر منځ له یوې میاشتې خونړیو جګړو وروسته، څېړونکي وايي، د کریملین سره تړلی واګنر ګروپ په دغه جګړه کې لاس لري.

د سودان د اردو د مشر جنرال عبدلفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشو مشر جنرال محمد حمدان دګالو د ملاتړو تر منځ په روانو جګړو کې تراوسه د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی او شاوخوا یو میلیون سودانیان بې ځایه شوي دي.

څېړونکي وايي دګالو تېر کال د واګنر د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره روسیې ته سفر کړی و. ویل کېږي چې واګنر ګروپ په ۲۰۱۴ کال د اوکراین سره د کریمیې د لانجې پرمهال رامنځ ته شوی او مشر یې پوتین ته نږدې شخص دی.

د رانډ څېړنیز مرکز غړې جاکولین برنس وايي، دګالو او د چټک ملاتړ ځواکونه د سودان د سرو زرو د لویو کانونو سیمې په واک کې لري او شک کېږي چې د کلونو راهیسې د سرو زرو په قاچاق کې ښکېل دي. نوموړې وايي: "د واګنر ګروپ یې د خپلې دغې ګټې د ساتلو د فکر پر بنسټ ملګرتیا کوي او بیا په ځانګړي ډول د یوه ملکي حکومت په مخالفت کې."

په سودان کې د واګنر ګروپ د ښکېلتیا تاریخچه د عمر البشیر له حکومته پیلېږي. د واګنر ګروپ مشر یوګیني بريګوژین د پخواني واکمن عمر البشیر سره نږدې اړیکې درلودې.

کله چې د یوه لوی ولسي پاڅون له امله عمر البشیر په ۲۰۱۹ کې له واکه لیرې شو، واګنر ګروپ د سودان د پوځ، په ځانګړي ډول د دګالو په مشرۍ د چټک ملاتړ د ملېشو سره خپلې اړیکې وپاللې.

د نوې امریکا د څېړنیز مرکز غړی بین ډالټن وايي، داسې معلومېږي چې واګنر ګروپ د افریقايي هیوادونو سره د ښکېلتیا یوه ډېره د وړاندوینې وړ بڼه کاروي. هغه وايي: "لومړی هلته د مخورو یوه ډله ملګرې کوي او بیا د هیوادونو په کچه پوځي او تخنیکي تړونونه ورسره لاسلیکوي. په دې ډول روسیه هغوی ته وسلې ورکوي تر څو په بدل کې یې ددې اجازه ترلاسه کړي چې هلته کانونه او نورې سرچینې استخراج کړي."

ناتایید شوي راپورونه او دپلوماتان وايي چې په سودان کې د جګړې د پیلېدو راهیسې د واګنر ډله د چټک ملاتړ ملېشو ته وسلې برابروي.

یوه کارپوه امریکا غږ ته وویل چې واګنر ګروپ د چټک ملاتړ ملېشو ته د هوايي دفاع لېږدېدونکي سیسټمونه، د اوږې له سره توغېدونکي راکټونه، د ټانکونو له منځه وړونکي او درانه زغره وال ورکوي.

د شنونکو په نظر، روسیه سودان ته د یوه ستراتیژیک موقعیت او کاني پانګې له اړخه د بډای هیواد په سترګه ګوري او غواړي خپل ملګری شخص واک ته پکې ورسوي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز غړی کېمرن هډسن وايي، دوی په وروستیو میاشتو کې د روسیې ډېرې هڅې لیدلې چې غواړي سره سمندر ته څېرمه په سودان کې یو بندر ترلاسه کړي. وايي: "په دې موخه یې د سودان او د سیمې د نورو هیوادونو سره هم د رسمي اړیکو تړونونه لاسلیک کړي دي."

د نوې امریکا د څېړنیز مرکز د غړي بین ډالټن په خبره، د افریقا لویې وچې په نورو برخو د واګنر ښکېلتیا د ستونزو سره مله وه. وايي، دوی (واګنر ګروپ) په ډېرو پراخو جنایتونو کې ښکېل وو. د ډالټن په خبره، هرځای چې ځي، ملکي وګړي وژني او بېلابېل جنایتونه کوي.

هغه وايي: "تاسې پوهېږئ چې د روسیې ګټه د دغې لویې وچې د سرچینو په استخراجولو کې ده، تر څو په وسیله یې خپل ځان پیاوړی کړي او د نړیوالو بندیزونو په وړاندې جال خپور کړي. د دوی په زړونو کې د افریقایانو د ګټو لپاره ځای نشته."

XS
SM
MD
LG