د لاس رسي وړ اتصالات

له سودان څخه د ایستل شویو افغانانو دوهمه ډله کابل ته ورسیده


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سعودي عربستان څخه یې کابل ته د هغو افغانانو یوه ۴۳ کسیزه بله ډله هم انتقال کړې، چې تیره اونۍ له سودان څخه د ایستلو وروسته د دغه هیواد د جدې په ښار کې په موقت ډول ځای پرځای شوي و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې دا شمیر افغانان د جمعې په ورځ مۍ پنځمه (ثور ۱۵) د اریانا افغان هوايي شرکت په الوتنه کې د جدې له ښار څخه کابل ته انتقال شوي دي.

ښاغلي تکل وویل:"د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په همکارۍ سره وکړی شو، چې د سودان په جګړه کې د بند پاتې افغانانو دوهمه جوپه هم چې ۴۳ تنه کیږي د اریانا افغان هوايي شرکت په واسطه خپل هیواد ته په خوندي ډول رانقل کړي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، چې د سودان په جګړو کې د بند پاتې نورو افغانانو د ایستلو لپاره لا هم هڅې کوي.

خو هغه دا ونه ویل، چې څومره نور افغانان لا هم په سودان کې بند پاتې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اپریل ۲۳ ( ثور درییم) د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې په سودان کې د بند پاتې شویو افغانانو شمیر لږ تر لږه ۱۲۰ تنه ښودلی و.

له دې وړاندې ځینو رسنیو ویلي و، چې د سودان څخه د سعودي عربستان په مرسته د ایستل شوو افغانانو په لومړۍ جوپه کې ۶۵ تنه شامل و.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي د خپل ټویټر په پاڼه د سودان څخه جدې ښار ته د افغانانو د مصون انتقال په برخه کې د سعودي عربستان د مرستې مننه کړې ده او له دغه هیواد څخه یې د نورې مرستې غوښتنه هم کړې ده.

په سودان کې د جګړې دواړو خواوو د سې شنبې په ورځ مۍ دویمه (غوايي ۱۲) د سولې د خبرو لپاره د فرصت برابرولو په موخه د یوې اونۍ اوربند اعلان وکړ.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې دوی له اونیو راپدې خوا د اوربند غوښتنه کوله. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وېډانټ پټېل وویل: "هر ځل چې اوربند غځېږي موږ ته ددې فرصت پیدا کېږي چې د ملګرو ملتونو په شمول د بېلابېلو خواوو سره له نږدې کار وکړو څو په دومداره توګه شخړې ختمې شي."

په سودان کې دا تاوتریخوالی د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د چټک ملاتړ ملېشو قومندان دی، روان دی. د دواړو سیالیو پوځي مشرانو د وفادارو ځواکونو تر منځ په سختو نښتو کې تراوسه د لږترلږه ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو او ۵۰۰۰ کسانو د زخمي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له دې مخکې د بې قید او شرطه اوربند غوښتنه کړې ده. امریکا تېره میاشت له سودان څخه خپل مامورین واېستل او په دغه هېواد کې یې د خپل سفارت فعالیتونه وځنډول.

ملګري ملتونه وایي چې په سودان کې د جګړو له کبله، ۳۳۴ زره خلک بې ځایه شوي دي او لسګونه زره خلکو ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي ۸۰۰ زره سودانیان له هېواده کډې کولو ته مجبور شي.

XS
SM
MD
LG