د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په خرطوم کې د خپل سفارت فعالیت وځنډاوه او ټول مامورین یې وایستل


په خرطوم کې د امریکا غږ یو خبریال ویلي چې د شنبې ورځې په پای کې یې د سختو ډزو غږونه اوریدلي او داسې ښکاري چې جګړه به بیا پیل شوې وي.
په خرطوم کې د امریکا غږ یو خبریال ویلي چې د شنبې ورځې په پای کې یې د سختو ډزو غږونه اوریدلي او داسې ښکاري چې جګړه به بیا پیل شوې وي.

متحده ایالاتو د سودان په سیمه ایز وخت یکشنبه اپریل ۲۳ (غوایي۳) سهار وختي د دې هیواد د پایتخت خرطوم څخه د خپل سفارت مامورین او د هغوي د کورنۍ غړي ایستلي دي.

د سودان د چټک ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ په ټویټر کې لیکلي چې د تخلیې پدې بهیر کې چې د امریکایي ځواکونو سره دوي همغږی کړی و، "په شپږو الوتکو کې د سفارت مامورین او د کورنۍ غړي یې نن سهار وختي تخلیه شول".

د رویټرز خبري اژانس هم د یو تن په حوالې چې د موضوع په هکله معلومات لري ویلي چې امریکایي دپلوماتان او د کورنۍ غړي یې د خرطوم څخه ایستل شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړه چې په خرطوم کې د امریکا سفارت خپل فعالیت ځنډولی او د سفارت ټول مامورین او د هغوي د کورنۍ غړي یې ایستلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په ټویټر کې لیکلي چې د هغو امریکایانو سره د خوندیتوب په چارو کې همکاري کوي او د سودان ولس ته لا ډیر تاوان د رسیدو د مخنيوي لپاره یې د اوربند د مودې په تمدید کیدو ټینګار کړی.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړې وه چې د دې هیواد یو شمیر اتباعو وکړی شو د سودان څخه ووځي خو دا یې ونه ویل چې دا کسان له کومو لارو وتلي او اوس چیرته دي.

د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل د امنیتي او محرمیت د اندیښنو له کبله پدې هکله نوره تبصره نشي کولی.

د سودان څخه د امریکایي اتباعو د وتلو خبر داسې مهال خپریږي چې د سیمې څخه په را رسیدلو راپورونو کې ویل شوي چې د سودان د وسله والو ځواکونو د قوماندان جنرال برهان او چټک ملاتړ ځواکونو د قوماندان جنرال محمد حمدان داګالاو د وسله والو تر منځ په پایتخت خرطوم کې نښتې بیا پيل شوي.

سره لدې چې د کوچني اختر د رخصتو په ورځو کې د اوربند اعلان شوی و خو د امریکا غږ یو خبریال چې د سودان په پایتخت سودان کې دی ویلي چې د ورځې په پای کې یې د سختې جګړې غږونه اوریدلي دي او داسې ښکاري چې جګړه یو ځل بیا پیل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین د جګړې د پیل څخه د سودان د دواړو جنرالانو سره څو ځله خبرې کړي او په ټول هیواد کې یې ترې د کوچني اختر د رخصتیو د پای ته رسیدو پورې د اوربند غوښتنه کړې.

ښاغلي بلینکن همدارنګه د تیرې پنجشنبې په ورځ د وزیرانو په یوې ځانګړې غونډې کې برخه واخیسته چې مشري یې د افریقایي اتحادیې د کمیسیون مشر موسي فاکي کوله.

ښاغلي فاکي هم په غونډې کې ټینګار وکړ چې په سودان کې باید په سمدستي توګه اوربند وشي خو دغه دواړه جنرالان چې په ۲۰۲۱ کال کې په نظامي کودتا متحدین و وروسته د واک پر سر وران شول.

په عین حال کې د سودان د وسله والو ځواکونو قوماندان د شنبې په ورځ وويل پداسې حال کې چې د هېواد په پلازمېنه خرطوم او ددې ښار په عمده هوایي ډګر کې جګړه دوام لري، د هغو هڅو په همغږۍ بوخت دی چې په پوځي الوتکو کې له دغه هېواد څخه د امريکا، بريتانيا، چين او فرانسې ډپلوماټان وباسي.

د راپورونو له مخې د سودان پوځي مشر جنرال عبدالفتاح برهان د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره چې له سودان څخه د خپلو اتباعو او ډپلوماټانو خوندي ایستل غواړي، خبرې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په خرطوم او شاوخوا سیمو کې د دغې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

بهرنيو هېوادونو له سودان څخه د خپلو اتباعو او دپلوماتانو د ويستلو هڅه کړې، خو داسې ښکاري چې د ويستلو بهیر خورا خطرناکه ده، ځکه چې د خرطوم د استوګنې سيمو په ګډون په مختلفو ځایونو کې د پوځ او ملېشو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس خبر ورکړی چې د سودان پلازمینې ته څیرمه د نړیوال هوایی ډګر امنیتي وضعیت وروسته له هغه خراب شوی چې د چټک غبرګون په نوم ملیشو پرې سخت بریدونه کړي او غواړي د هوايي ډګر کنټرول تر لاسه کړي. دې وضعیت د دپلوماټانو د ایستلو پروسه نوره هم پېچلې کړې ده.

XS
SM
MD
LG