د لاس رسي وړ اتصالات

سودان کې جګړې کې ښکیلو ډلو د ملکیانو په خوندیتوب موافقه وکړله


په جګړې کې د ښکیلو ډلو استازو تر اوسه په اوربند موافقه نده کړې خو د بشري مرستو په ورتګ او ملکیانو په خوندیتوب یې موافقه کړې.
په جګړې کې د ښکیلو ډلو استازو تر اوسه په اوربند موافقه نده کړې خو د بشري مرستو په ورتګ او ملکیانو په خوندیتوب یې موافقه کړې.

د متحده ایالاتو چارواکي چې د سودان په جګړې کې د ښکیلو ډلو تر منځ د خبرو په هکله معلومات لري وایي پدې خبرو کې د بشري مرستو ته په اجازې ورکولو موافقه شوې خو د اوربند په هکله خبرې لا هم روانې دي.

یوې امریکایۍ چارواکې چې د خبرو په هکله معلومات لري پدې هکله ویلي، " د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو استازو چې نږدې یوه میاشت کیږي جنګیږي، د سعودي د جدې په ښار کې یې موافقه لاسلیک کړه".

دې چارواکې وویل چې په "سودان کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د ژمنې په اعلامیې موافقه وشوه. "

د موافقې له مخې دواړو خواوو د بشري مرستو ورتګ ، د برښنا، اوبو او نورو بنسټیزو خدماتو بیرته احیا کیدو ته یې اجازه ورکړې او هم یې د روغتونونو څخه د امنیتي ځواکونو ایستلو پر سر موافقه کړې.


د متحده ایالاتو دې چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د موقتي اوربند پر سر خبرې اترې لا هم روانې دي چې له مخې به یې جګړه په لومړي سر کې د لسو ورځو لپاره بنده شي.

دې چارواکې زیاته کړه، " دا اوربند ندی بلکې د نړیوالو قوانیو له مخې د هغوي د مسؤلیتونو منل دي په ځانګړې توګه د ملکیانو سره د هغوي چلند او بل دا چې د بشري مرستو رسولو لپاره شرایط برابرول دي".


د سودان په جګړې کې ښکیلې ډلې داسې وخت د بشري مرستو ورتګ ته اجازه ورکوي چې د خوراک نړیوال پروګرام ویلي په پایتخت خرطوم کې د میلونونو ډالرو په ارزښت خوراکي مواد لوټ شوي خو معلومه نده چې دا لوټ او تالان کومې ډلې کړی.

د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او د نیمه پوځي ځواکونو مشر محمد حمدان داګلو استازي د شنبې ورځې راپدیخوا د سعودي عربستان جدې ښار کې ناست دي.

په خبرو کې ملګروي ملتونه او متحده ایالت هم استازي لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر مارټن ګریفیتیس چې پدې خبرو کې ګډون لري، د جګړې دواړو خواوو ضمانت ورکړی چې بشري مرستې به په خوندي توګه رسیږي.

XS
SM
MD
LG