د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا کې اپوزیسون ډلې د موقت حکومت جوړولو هڅه کوي


مظاهره چیان د جمهور رئیس  ګوتابیا راجاپاکسا کور او دفتر ته ورننوتي دي.
مظاهره چیان د جمهور رئیس  ګوتابیا راجاپاکسا کور او دفتر ته ورننوتي دي.

په سري لانکا کې د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه نن یکشنبه ۱۰ جولای (چنګاښ ۱۹) غونډه کوي چې ددغه هېواد د پاره د نوي حکومت د جوړولو پر سر سلا وکړي.

په سري لانکا کې د اقتصادي ستونزو له امله روان سیاسي بحران او پراخو مظاهرو پرون ددغه هېواد جمهور رئیس او صدراعظم اړ کړل چې استعفا کولو ته غاړه کښېږدي.

مظاهره چیان د صدراعظم رانیل ویکرمسنګ کور ته ورننوتي او یوې ودانۍ ته یې اور ورته کړی دی. دوی همدارنګه د جمهور رئیس ګوتابیا راجاپاکسا کور او دفتر ته ورننوتي دي. د راجاپاکسا استوګنځي ته نږدې سرتیري ځای پر ځای شوي وو خو د معترضینو مخنیوی یې ونشو کړای.

څرګنده نده چې په دغه وخت کې راجاپاکسا په خپل کور کې موجود و، که نه. مظاهره چیانو خبرداری ورکړی چې تر هغو به د جمهور رئیس او صدراعظم په استوګنځیو او دفترونو کې پاتې وي ترڅو دواړو استعفا نه وي ورکړې.

په پارلمان کې د حکومت سیاسي مخالف ایم.اې سمانتیران وویل چې د اپوزیسیون ګوندونه په اسانۍ سره کولای شي په پارلمان کې د ۱۱۳ تنو اکثریت پوره کړي، او له جمهور رئیس راجاپاکسا وغواړي چې نوی حکومت اعلان کړي او بیا استعفا ورکړي.

سمانتیران وویل، تمه کیږي چې د اپوزیسیون ګوندونه نن یکشنبه په دې اړه پرېکړه وکړي.

د صدراعظم ویکرمسنګ ویاند ویلي، ویکرمسنګ د ګوند مشرانو ته څرګنده کړې ده چې که ټول ګوندونه د نوي حکومت د جوړولو پر سره رضا شي نو دی به استعفا ورکړي.

مظاهره چیانو نن د جمهور رئیس راجاپاکسا د کور مخې ته په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت په اړه خپله غوسه څرګنده کړه او هغه یې د روان بحران مسوول وباله.

راجاپاکسا د مۍ په میاشت کې ویکرمسنګ د صدراعظم په توګه په دې هیله وټاکه چې د یوه مسلکي سیاستوال په توګه د هېواد روان اقتصادي بحران ته د حل لاره ولټوي.

د بدیلو تګلارو د څېړنیز مرکز کارپوه، بهواني فونسیکا وايي: "که څه هم جمهور رئیس استعفا ته غاړه ایښې، خو راتلونکې څو ورځې به ډېرې غېر یقیني وي. وګورو په سیاسي لحاظ څه کېږي؟ ایا هغه په رېښتیا استعفا ورکوي، ایا لومړی وزیر استعفا ورکوي؟"

په پارلمان کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو له قوله ویل شوي، دوی د موقت حکومت پر جوړولو توافق ته رسېدلي دي او ددې پرېکړې له مخې به د ولسي جرګې رئیس د موقت جمهور رئیس په توګه کار وکړي.

په سري لانکا کې روان سیاسي بحران او د څو میاشتو لاریونونو، پر دغه هېواد باندې د راجاپاکسا د سیاسي کورنۍ واک ته تقریبا د پای ټکی ایښی دی. د راجاپاکسا کورنۍ له څو لسیزو راهیسې په سریلانکا کې حاکمه ده.

د جمهور رئیس راجاپاکسا مشر ورور ددغه هېواد صدراعظم وو چې د تیرې مۍ په میاشت کې یې د خلکو له یو لړ مظاهرو وروسته استعفا وکړه.

مظاهره چیان د راجاپاکسا کورنۍ ته په قهر دي او ددغه کورنۍ سیاسي غړي یې په فساد تورن کړي دي او وايي، د راجاپاکسا د کورنۍ خراب مدیریت سریلانکا دې حال ته رسولې ده.

XS
SM
MD
LG