د سري لانکا جمهور رئیس ګوتابایا راجاپاسکا ښایي یکشنبه جولاۍ ۱۰ (چنګاښ۲۰) واک پداسې حال کې پرېږدي چې یوه ورځ وړاندې زرګونو مظاهره چیانو د هغه د اوسیدو په ځای هجوم ور وړ او جمهور رئیس مجبور شو چې خپل کور پرېږدي او بل ځای ته وتښتي.
د پراخو مظاهرو څخه وروسته ښاغلی راجاپاسکا د بحري ځواکونو په کښتۍ کې د هیواد جنوب لور ته یوې ټاپو ته یوړل شو او وې منله چې د خلکو په غوښتنې به واک پریږدي.
د سري لانکا د پارلمان مشر مهیندا ابی واردانا په یوې اعلامیې کې په تلویزیون کې خپره شوه وویل، " په سوله ایزه توګه د واک د انتقال لپاره به جمهور رئیس د جولای په ۱۳مه واک پریږدي."
د سري لانکا صدراعظم رانیل ویکرم سنګهې چې د جمهور رئیس تر واک پرېښودو وروسته د هیواد د چارو د سمبالوولو مسؤلیت په غاړه اخلي، د سیاسي مشرانو سره د ملاقات نه وروسته وویل چې جمهور رئیس واک پریښودو ته غاړه ایښي چې د ملي یووالي حکومت جوړیدو ته لار هواره شي.
متحده ایالاتو د سري لانکا په مشرانو غږ کړی چې په اوږدمهاله توګه د ستونزو د حل کولو لپاره دې سمدستي عمل وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند ویلي، "متحده ایالات د سریلانکا په پارلمان غږ کوي چې د دې ناورین سره دې د داسې چلند ژمنه وکړي چې د کوم سیاسي ګوند نه بلکې د ملت د بهترۍ لپاره وي."
قهریدلي مظاهره چیان چې شمیر یې لسګونو زرو ته رسیده، لومړی د جمهوري ریاست په ماڼۍ ورغلل او جمهور رئیس راجاپاسکا مجبور شو خپل د اوسیدو ځای ته ولاړ شي چې مظاهره چیان ورپسې هلته هم ورغلل.
د مظاهره چیانو د خورولو لپاره د سري لانکا سرتیرو ډزې هم کړي خو لا معلومه نده چې آیا څوک پکې وژل شوي که نه.