د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: سري‌لانکا افغانستان ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه


د سري‌لانکا توپ وهونکی پاتم نیسانکا له افغانستان سره د درې یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې د ۲۲۸ منډو کولو سره ددې لړۍ ترټولو غوره لوبغاړی شو.
د سري‌لانکا توپ وهونکی پاتم نیسانکا له افغانستان سره د درې یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې د ۲۲۸ منډو کولو سره ددې لړۍ ترټولو غوره لوبغاړی شو.

سري لانکا د خپلو پرانیستونکو توپ وهونکو د ۱۷۳ منډو ملګرتیا په مټ د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) افغانستان ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

له دې لوبې سره د دواړو خواوو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ ۳-۰ د کوربه لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د سري لانکا په کېنډي کې افغانستان د نننۍ لوبې د پچې له وګټلو وروسته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل لورې ته د ۲۶۷ منډو هدف کېښود.

سري لانکا وکړای شول چې دغه هدف د یوازې درې لوبغاړو له لاسه ورکولو سره په ۳۵ اورونو کې پوره کړي.

پرانیستونکي توپ وهونکي پاتم نیسانکا ۱۱۸ منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د سري لانکا بل پرانیستونکی توپ وهونکی اویشکا فرنانډو په ۶۶ توپونو د ۹۱ منډو کولو وروسته د قیس احمد په توپ کېچ شو.

د افغانستان دپاره توپ اچوونکو محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم وکړای شول چې د سري لانکا یو-یو لوبغاړی وسوځوي.

د توپ وهلو په برخه کې، د افغانستان دپاره رحمت شاه ترټولو زیاتې ۶۵ منډې وکړي. عظمت الله عمرزي هم پنځوسیزه ووهله او پرانیستونکی توپ وهونکی رحمان الله ګربز له ۴۸ منډو کولو وروسته وسوځېد.

د سري لانکا توپ اچونکي پرامود مدوشان د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول. نورو سري لانکايي توپ اچوونکو اسیتا فرنانډو، ډونیت ویلالهې او اکیلا دننجایا هر یوه دوه دوه ویکټې واخیستې.

د یو ورځنیو لوبو د لړۍ وړاندې، د دواړو خواوو ترمنځ یوه ټیسټ لوبه هم د کوربه ټیم په ګټه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وشي. لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG