د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: سري‌لانکا افغانستان ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه


له سري لانکا سره په لوبه کې توپ وهونکو محمد نبي او عظمت الله عمرزي له ۲۰۰ زیاتې منډې وکړې او داسې برېښېده چې افغانستان به هدف پوره کړي.
له سري لانکا سره په لوبه کې توپ وهونکو محمد نبي او عظمت الله عمرزي له ۲۰۰ زیاتې منډې وکړې او داسې برېښېده چې افغانستان به هدف پوره کړي.

د افغانستان سره د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ فبروري ۹ (سلواغې ۲۰) د ۴۲ منډو په توپیر سري لانکا وګټله.

د سري لانکا په کېنډي کې ددې لوبې د پچې له ګټلو وروسته د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي کوربه لوبډله لومړی توپ وهلو ته وبلله. سري لانکا د درې لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۳۸۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې، په لومړیو ۵۰ منډو د افغانستان پنځه لوبغاړي وسوځېدل. خو په پنځمه ویکټه د افغانستان توپ وهونکو محمد نبي او عظمت الله عمرزي له ۲۰۰ زیاتې منډې وکړې او داسې برېښېده چې افغانستان به دغه ستر هدف پوره کړي.

د ۱۳۶ منډو کولو وروسته د محمد نبي سوځېدو د افغانستان د منډو کولو بهیر سوړ کړ. عظمت الله عمرزي په دغه لوبه کې ۱۴۹ منډې وکړې او ترپایه و نه سوځېد.

د سري لانکا پرانیستونکي توپ وهونکي پاتم نیسانکا ۲۱۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد. نوموړی د لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان توپ اچونکي فرید احمد د سري لانکا دوه لوبغاړي وسوځول. محمد نبي هم د مقابل لوري یو لوبغاړی وسوځاوه.

په دغه لوبه کې د افغانستان وتلي لوبغاړي راشد خان چې تازه یې د ملا جراحي عملیات کړي، برخه نلرله.

د افغانستان او سري لانکا تر منځ تراوسه د یو ورځنیو لوبو دوه لړۍ شوي دي. د ۲۰۲۲ کال لړۍ یو-یو مساوي او د ۲۰۲۳ کال لړۍ ۲-۱ د سري لانکا په ګټه پای ته رسېدلې وه.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ یوازنۍ ټیسټ لوبه تېره اونۍ سري لانکا وګټله.

د ۵۰ اوریزو لوبو د روانې لړۍ دوهمه او درېمه لوبه ددې میاشتې په ۱۱ او ۱۴ نېټو ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده چې د یو ورځنیو لوبو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG