د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا سره د کرکټ لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړۍ توپ اچونه کوي


د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي او د سري لانکا کپتان کوسال مینډیس
د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي او د سري لانکا کپتان کوسال مینډیس

د افغانستان د جمعې په ورځ فبروري ۹ (سلواغې ۲۰) د سري لانکا سره د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

دا لوبه د سري لانکا په کېنډي ښار کې ترسره کیږي.

د نننۍ لوبې وړاندې د سري لانکا کپتان کوسال مینډیس خبریالانو ته وویل: "په یو ورځنیو لوبو کې، موږ پوهیږو چې افغانستان به سخت مخالف وي."

په دغه لوبه کې د افغانستان وتلي لوبغاړي راشد خان چې تازه یې د ملا جراحي عملیات کړي، برخه نلري.

د افغانستان او سري لانکا تر منځ تراوسه د یو ورځنیو لوبو دوه لړۍ شوي دي. د ۲۰۲۲ کال لړۍ یو-یو مساوي او د ۲۰۲۳ کال لړۍ ۲-۱ د سري لانکا په ګټه پای ته رسېدلې وه.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ یوازنۍ ټیسټ لوبه تېره اونۍ سري لانکا وګټله.

د ۵۰ اوریزو لوبو د روانې لړۍ دوهمه او درېمه لوبه ددې میاشتې په ۱۱ او ۱۴ نېټو ترسره کیږي. ټاکل شوې ده چې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروسته د دواړو خواوو ترمنځ درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وشي.

د افغانستان لوبډله: حشمت الله شهیدي (کپتان)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علیخیل، رحمان الله ګربز، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، فرید احمد، فضل الحق فاروقي، نور احمد.

د سري لانکا لوبډله: کوسل مینډیس (کپتان)، پاتم نیسانکا، اویشکا فرنانډو، سدیرا سماراویکراما، چاریت اسانانکا، جینیت لیانج، وینندو هاسارنګا، مهیش تییکشنا، دلشان مادوشنکا، دوشمنتا چمیرا، پرمود مادوشان.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG