د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: سري‌لانکا افغانستان ته د ۳۸۲ منډو هدف وټاکه


د سري لانکا پرانیستونکي توپ وهونکي پاتم نیسانکا ۲۱۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.
د سري لانکا پرانیستونکي توپ وهونکي پاتم نیسانکا ۲۱۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.

سري‌لانکا د جمعې په ورځ فبروري ۹ (سلواغې ۲۰) د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې افغانستان ته د ۳۸۲ منډو هدف وټاکه

د سري لانکا په کېنډي کې په دې لوبه کې د سري لانکا پرانیستونکي توپ وهونکي پاتم نیسانکا ۲۱۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.

د افغانستان توپ اچونکي فرید احمد د سري لانکا دوه لوبغاړي وسوځول. محمد نبي هم د مقابل لوري یو لوبغاړی وسوځاوه.

د نننۍ لوبې وړاندې د سري لانکا کپتان کوسال مینډیس خبریالانو ته وویل: "په یو ورځنیو لوبو کې، موږ پوهیږو چې افغانستان به سخت مخالف وي."

په دغه لوبه کې د افغانستان وتلی لوبغاړی راشد خان چې تازه یې د ملا جراحي عملیات کړي، برخه نلري.

د افغانستان او سري لانکا تر منځ تراوسه د یو ورځنیو لوبو دوه لړۍ شوي دي. د ۲۰۲۲ کال لړۍ یو-یو مساوي او د ۲۰۲۳ کال لړۍ ۲-۱ د سري لانکا په ګټه پای ته رسېدلې وه.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ یوازنۍ ټیسټ لوبه تېره اونۍ سري لانکا وګټله.

د ۵۰ اوریزو لوبو د روانې لړۍ دوهمه او درېمه لوبه ددې میاشتې په ۱۱ او ۱۴ نېټو ترسره کیږي. ټاکل شوې ده چې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروسته د دواړو خواوو ترمنځ درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG