د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان سري لانکا ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه


په دې لوبه کې افغان توپ وهونکو رحمت شاه ۶۵ او عظمت الله عمرزي ۵۴ منډې وکړې.
په دې لوبه کې افغان توپ وهونکو رحمت شاه ۶۵ او عظمت الله عمرزي ۵۴ منډې وکړې.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالۍ کې، د افغانستان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) کوربه لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

د سري لانکا په کېنډي کې افغانستان ددغې لوبې پچه وګټله او د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان دپاره پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز له ۴۸ منډو او ابراهیم ځدراڼ له ۱۳ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

په دې لوبه کې افغان توپ وهونکو رحمت شاه او عظمت الله عمرزي دواړو له پنځوسو زیاتې منډې وکړې.

د سري لانکا توپ اچونکي پرامود مدوشان د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول. نورو سري لانکايي توپ اچوونکو اسیتا فرنانډو، ډونیت ویلالهې او اکیلا دننجایا هر یوه دوه دوه ویکټې واخیستې.

ددې لړۍ دوه لومړنۍ لوبې سري لانکا ګټلي دي. د دواړو خواوو ترمنځ یوه ټیسټ لوبه هم د کوربه ټیم په ګټه پای ته رسېدلی ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG