د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له سري لانکا سره ۲۰ اوریزو سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل، راشد خان نه شته


افغانستان له سري لانکا سره دریو شل اوریزو سیالیو ته د ۱۶ لوبغاړو نومونه خپاره کړل
افغانستان له سري لانکا سره دریو شل اوریزو سیالیو ته د ۱۶ لوبغاړو نومونه خپاره کړل

د افغانستان د کرکټ بورډ نن دوشنبه فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۳) له سري لانکا سره دریو شل اوریزو سیالیو ته د ۱۶ لوبغاړو نومونه خپاره کړل.

د افغانستان د شل اوریزو سیالیو دایمي کپتان راشد خان په دغه لست کې نه شته او په ځای یې ابراهیم ځدراڼ د لوبډلې مشري کوي.

په لوبډلې کې دوه نور تېز او ورو توپ اچوونکي سلیم ساپی او مجیب الرحمن هم نه شته دي.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي دي: «د یادې لوبډلې مشري به ابراهیم ځدراڼ پر غاړه ولري، ځکه چې د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن او سلیم ساپی د لاس اوښتو او ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.»

په لوبغاړو کې د رحمان الله ګربز تر څنګ بل ویکټ ساتونکی محمد اسحاق هم اخیستل شوی دی. په نورو لوبغاړو کې حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نور احمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل دي.

په اعلامیې کې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست احمد شاه سلیمانخېل له خولې ویل شوي دي: «د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به زموږ یوه موخه دا هم وي، ترڅو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم له نظره ونه باسو او له اوسه ورته د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم په پام کې ونیسو او وروزو.»

دا لوبې به فبروري میاشتې په ۱۷،۱‍۹ او ۲۱ نېټو باندې پیلېږي. افغانستان تر دې مخکې په سري لانکا باندې د ټست یوه لوبه هم وبایلله او د دریو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ دوې لوبې یې هم بایللې دي او درېیمه یې سبا سه شنبه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG