د لاس رسي وړ اتصالات

د هسپانیا صدراعظم د ناټو مشرانو ته: له غزې او اوکراین سره باید یو ډول چلند وشي


د هسپانیا صدراعظم پدرو سانچز
د هسپانیا صدراعظم پدرو سانچز

د هسپانیا صدراعظم پدرو سانچز د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۰ (چنګاښ۲۰) په واشنګټن ډي سي کې د ناټو په سرمشریزې کې وویل چې لویدیځ باید د غزې د جګړې په اړه «دوه ګوني معیارونه» رد کړي.

سانچز د ناټو په سرمشریزې کې وویل: «که خپلو خلکو ته وایو چې د نړیوالو قوانینو څخه د دفاع لپاره د اوکراین ننګه کوو، دا هغه څه دي چې باید د غزې په اړه یې هم وکړو.»

دا غونډه د ناټو د ۷۵مې کلیزې په وخت کې کېږي. د هسپانیا صدراعظم وویل چې نړۍ باید د دغه «وحشتناک بشري بحران»، چې فلسطینیان اغیزمن کوي، د ختمولو لپاره فشارونه زیات کړي.

سانچز همدغه راز په غزې کې د سملاسي اوربند د شرایطو د ټاکلو او د سولې د یو نړیوال کنفرانس د جوړېدو غوښتنه وکړه چې په کې د یو فلسطیني دولت په اړه ټېنګار وشي.

هغه وویل چې د دموکراسۍ، ازادۍ د اوکراین په څېر یو هېواد د موجودیت د حق څخه یې حمایت یې هم کړی دی.

د سانچز حکومت د حماس په ضد د اسرائيل د جګړې په څرنګوالي انتقاد کوي او یو فلسطیني دولت یې په رسمیت پېژندلی دی، اسرائيل د هسپانیا په دغه اقدام پارېدلی دی.

په همدې حال کې د ناټو مشرانو په یو پرېکړه لیک ویلي‌ دي چې د ناټو له سازمان سره د یو ځای کېدو لپاره په یوې «نه راګرځېدونکې لارې» برابر شوی دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د ناټو په سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې د روسیې د یرغل په مقابل کې به د اوکراین کلکه دفاع کوي او ډاډ یې څرګند کړ چې کیف به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مخه نیسي.

د ناټو د دغې سرمشریزې یوه مهمه موضوع له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې دي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز خبري اژانسونه څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG