د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: اوکراین کې د ماشومانو په روغتون برید د روسیې 'وحشت' څرګندوي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه جولاۍ اتمه (چنګاښ ۱۸) وویل چې په اوکراین کې د ماشومانو په روغتون د توغندیو برید چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او روغتون ته هم ډیر زیان ورسیده، په اوکراین کې د روسیې وحشت څرګندوي.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا په نړۍ غږ کړی چې په دې "مهمې شیبې" کې د اوکراین سره ودریږي او د روسیې یرغل له پامه ونه غورځوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدارنګه ویلي چې راتلونکې اوونۍ به په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین د جمهور رئيس ولادمیر زیلینسکي او ناټو مشرانو کوربه وي او دا چې د اوکراین د مشر سره په ملاقات کې به "په ډاګه کړم چې د اوکراین سره زمونږ ملاتړ ټینګ دی."

بایډن په اعلامیې کې ویلي چې متحده ایالات د اوکراین ولس سره ولاړ دی او دا چې د "خپلو متحدینو سره یو ځای به د روسیې د بریدونو په مقابل کې د ملکیانو او ښارونو د خوندیتوب" لپاره د اوکراین هوایي دفاع په برخې کې نوي اقدامات اعلان کړي.

په اوکراین کې چارواکو ویلي چې د روسیې ځواکونو په کیف کې د ماشومانو یو روغتون په کروز توغندي وېشتلی او لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې وژل شوي دي.

مقامات وايي په برید کې لسګونه نور کسان ژوبل دي او له برید سمدستي وروسته ډاکټرانو او د ژغورنې ډلو له کنډوالو څخه د مړو او زخمیانو په اېستلو پیل وکړ. دا روغتون «اوخمدیت» نومېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د روسیې ځواکونو په پنځو ولسي مرکزونو باندې څه باندې ۴۰ میزایل توغولي دي. نوموړي د دغه برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG