د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې وسله والو د پولیسو پر ګزمه برید کې شپږ پولیس وژلي


پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو ددغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړی او پکې سپاره ټول شپږ کسان یې وژلي دي.

د پوليسو چارواکي رب نواز خان ويلي، بريد نن چهارشنبې نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) سهار مهال لکي مروت ته څېرمه د پولیسو د ګزمې پر موټر شوی دی. هغه وايي چې برید کوونکي پر موټر سایکلونو تښتېدلي دي.

د "پاکستاني طالبانو تحرک" (ټي ټي پي) د دغه برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې پخوا هم د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

ددې ډلې ویاند محمد خراساني، په يوه خبرپاڼه کې ويلي، پاکستاني پولیس د یو برید کولو په موخه روان وو چې د دوی د وسله والو په کمین واوښتل. هغه زیاته کړې ده چې بريدګرو له پوليسو پنځه ميله وسلې ترلاسه کړې دي.

د پولیسو چارواکي وايي، د پېښې ځای ته اضافي ځواکونه رسېدلي، مړي يې روغتون ته لېږدولي او د عاملينو د موندلو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.

د پاکستان په شمال لوېديځ خيبر پښتونخوا ايالت کې چې له افغانستان سره پوله لري، له ډېرو کلونو راهيسې د پاکستاني طالبانو وسله وال فعاليت کوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په لکي مروت کې پر خپلو پولیسو برید غندلی او د قرباني شوو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

شریف پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان اوس هم د تروریزم له ګواښ سره مخ دی.

بلخوا ویل کیږي چې تیره شپه د افغانستان سره پر پوله د باجوړ په چامیګ سیمه کې هم د وسله والو په برید کې د (ایف سي) دوه پولیس هم وژل شوي دي.

پاکستاني طالبان د افغان طالبانو متحدین بلل کیږي. په افغانستان کې د طالبانو بیاواکمنېدو پاکستاني طالبان هڅولي دي. که څه هم په افغانستان کې طالبانو اسلام آباد او د "پاکستاني طالبانو تحرک" هڅولي چې د خبرو له لارې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د مې د میاشتې راهیسې پیل شوې د سولې مذاکرات او اوربند بې ګټې ثابت شوی دی.

XS
SM
MD
LG