د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: طالبانو د افغانستان د بانکي سیستم د ښه والي لپاره له امریکا تخنیکي مرسته غوښتې


افغانستان کې د سیمې د نورو هیوادونو په څیر د پیسو د لیږد رالیږد رالیږد لپاره د حوالې غیر رسمي سیستم څخه د ډیرو اوږدو کلنو راهیسې کار اخیستل کیږي.
افغانستان کې د سیمې د نورو هیوادونو په څیر د پیسو د لیږد رالیږد رالیږد لپاره د حوالې غیر رسمي سیستم څخه د ډیرو اوږدو کلنو راهیسې کار اخیستل کیږي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل نوي راپور کې ویلي چې طالبانو د افغانستان بانک او ددغه هیواد د بانکي سیستم د وضعیت د ښه کیدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه د تخنیکي مرستې غوښتنه کړې ده.

سیګار په راپور کې ویلي چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان بانک د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه د "مرکزي بانک د مدیریت د غوره تګلارې د پلي کولو لپاره د تخنیکي مرستې غوښتنه کړې، خو د متحده ایالتونو حکومت د حقوقي او پالیسۍ د دلایلو له کبله دا مهال دا مرسته نه شي" کولای.

د سیګار دا راپور تېره ورځ اکتوبرپه ۱۲ (تلې ۲۱) خپور شوی.

سیګار د افغانستان د بانکي سیستم د وضعیت په اړه د روان ۲۰۲۴ کال د تیرې ربع په راپور کې ویلي چې د نړیوال بانکي سیستم سره د افغانستان د بانکونو د اړیکو د پریکون له امله خلکو د پیسو د انتقال لپاره د حوالې سیستم ته مخه کړې ده.

سیګار ویلي دي لوی لاملونه یې "پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې ددغه هیواد بانکي سیستم لا هم تر ډیر فشار لاندې دی. شتمنیو او امانتونو کې کموالی، د نړیوال بانکي سیستم له لارې د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې ګواښونه او د طالبانو له خوا د مالي سیستم د لا اسلامي کولو هڅې د نړیوال بانک" دي.

افغانستان کې د سیمې د نورو هیوادونو په څیر د پیسو د لیږد رالیږد لپاره د حوالې غیر رسمي سیستم څخه د ډیرو اوږدو کلنو راهیسې کار اخیستل کیږي، چې ددې سیستم کاروونکي د یوه اندازه پیسو په بدل کې نه یوازې د افغانستان په داخل کې بلکې ددغه هیواد څخه بهر ګاونډیو، سیمې او حتی اروپايي هیوادونو ته پیسې استوي.

د راپورونو له مخې یوازې په کابل کې د جمهوري رژیم پر مهال د پیسو د لیږد اته دغسې مارکیتونه فعال وو. د طالبانو حکومت وايي چې اوس مهال یوازې هغه شرکتونه چې ددغه حکومت د مالیې وزارت سره ثبت دي د پیسو د لیږد او د صرافۍ خدمتونه وړاندې کولای شي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د بد اقتصادي وضعیت لرلید او د طالبانو تر کنټرول لاندې پر بانکي سیستم باندې بې باوري ددې سبب شوې چې مخ په زیاتیدونکي ډول افغانان د خپلو بانکي حسابونو څخه پیسې وباسي او خپل حسابونه وتړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د سیګار دې راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره همهماله د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت د افغانستان بانک شاوخوا لس میلیارده شتمنۍ کنګل کړې، چې دغه اقدام او افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله ددغه هیواد اقتصاد د بحران سره مخ شو.

د ۲۰۲۱ په وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې بیرته بانکونه پرانیستل او د خصوصي بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره یوه کړنلار ترتیب کړ، چې له مخې خلکو ته د خپلو بانکي حسابونو څخه د یوې کمې اندازې پیسو د ایستلو اجازه ورکړل شوه.

په تیرو دریو کلنو کې په بانکو کې حساب لرونکو کسانو ته له خپلو حسابونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره د پیسو اندازه په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او همدارنګه د ډالري حسابونو مشتریانو په اونۍ کې دوه زره امریکایي ډالرته لوږه شوې ده.

د افغانستان بانک د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه کسان چې په بانکونو کې نوي حسابونه پرانیزي له خپلو حسابونو څخه د پیسو د ایستلو په برخه کې هېڅ ډول محدودیت سره مخ نه دي او هرڅومره پیسې چې غواړي له خصوصي بانکونو یې ایستلی شي.

خو تراوسه هم افغانان په ځانګړي ډول افغان سوداګر د نړیوالو سوداګریزو بانکونو له لارې نه له بهر او نه هم له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته په اسانه پیسې انتقالولی شي. ددې سره سره افغانان د ویسټرن یونین، مني ګرام او نورو رسمي لارو هم له افغانستان څخه بهر او له بهر څخه افغانستان ته پیسې انتقالولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG