د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د افغانستان بانک د چارواکو بدلول د محدودیتونو په لیرې کولو کې مرسته نه شي کولای


افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسیدلو سره هممهاله د امریکا د متحده ایالاتو د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارده شتمني کنګل کړه، چې بیا وروسته د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ددغو پیسو نیمايي په سویس کې د افغانستان امانتي صندوق ته انتقال کړه.
افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسیدلو سره هممهاله د امریکا د متحده ایالاتو د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارده شتمني کنګل کړه، چې بیا وروسته د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ددغو پیسو نیمايي په سویس کې د افغانستان امانتي صندوق ته انتقال کړه.

د طالبانو د مشر له خوا د افغانستان بانک د سرپرست په توګه د نوراحمد اغا ټاکل چې د امریکا د متحده ایالاتو د تروریزم ضد بندیزونو سره مخامخ دی د کارپوهانو په باور به ددغه بانک او د نړیوال بانکي سیستم سره د بانکي اړیکو د بیرته نښلولو په برخه کې روان دریدلي وضعیت په ښه کیدو سره مرسته ونه کړي او ستونزې به لا دوام ومومي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په روانه اونۍ کې په خپل حکومت کې ځینې بدلونونه راواستل او د افغانستان بانک لومړی مرستیال نوراحمد اغا چې په احمد ضیاء اغا هم مشهور دی ددغه بانک د سرپرست او د افغانستان بانک پخواني سرپرست هدایت الله بدري یې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه وګمارل.

د رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ جولاۍ اتم ( چنګاښ ۱۸) د نورو نړیوالو بانکي سیستمونو په ځانګړي ډول د سویفت سیستم سره د طالبانو په حکومت کې ددغو نویو ټاکنو د اغیزو په اړه په یو راپور کې ویلي چې امریکا د افغانستان په مرکزي بانک کې دا نوې ګمارنې له نږدې څاري.

دغه خبري اژانس د بروکسل کې د کرکیچ د نړیوالې ډلې د یو څیړونکي ګرایم سمیت له قوله ویلي: "داسې ښکاري چې د افغانستان د مرکزي بانک او د نړیوال بانکې سیستم ترمنځ په ټپه دریدلی حالت دوام ومومي".

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارده شتمني کنګل کړه، چې بیا وروسته د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ددغو پیسو نیمايي په سویس کې د افغانستان امانتي صندوق ته انتقال کړه چې اوس مهال په دغه هیواد کې د امریکا، سویس او افغان معتمدانو د یوې ډلې له خوا څارل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنیو ته ددغه بانک بیرته د لاسرسي لپاره د امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته د څو شرطونو څخه یو یې د افغانستان بانک د سیاسي نفوذ څخه خلاصولو لپاره د دغه بانک کې د طالب چارواکو پر ځای د مسلکي کسانو د ګمارل شرط وو.

د کرکیچ د نړیوالې ډلې څیړونکي ګرایم سمیت ویلي:" احمد ضیاء چې په افغانستان کې د نوراحمد اغا په نوم هم پیژندل کیږي د امریکا د مالیې وزارت د بمي چاودنو په نیت د بودیجې مدیریت او د طالبانو قومندانانو او په بهر کې ملګرو ته د پیسو د ویشلو د تورونو له امله د " ځانګړي نومول شوي ترهګر" تور لګولی دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بندیزونو په لیست کې د نور احمد اغا د نوم د شتون او په دې برخه کې د واشنګټن د ممکنه غبرګون په تړاو د رویټرز خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

خو د قطر څخه د ستندیدلو وروسته تیره اونۍ ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو د حکومت پلاوي د ملګرو ملتونو په کوربتوب د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو د دوحې درېیمې غونډې پرمهال د نړیوالو دپلوماتانو سره په کتنه کې یو ځل بیا افغانستان بانک ته ددغه بانک د شتمنیو په ستنولو باندې ټینګار کړی وو.

د چارو ځینې افغان کارپوهان هم د افغانستان پر بانکي سیستم باندې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا د ځینو محدودیتونو لګیدلو یو علت د طالبانو د مالي ادارو مشري د هغو طالب چارواکو له خوا ګڼي چې د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې دي.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې اقتصادي محدودیتونه تر ډیره ددې لپاره لګیدلي چې د طالبانو ځینې مشران د نړیوالو محدودیتونو لاندې دي او هغوی ددغو اقتصادي ادارو چارې پرمخ وړي.

هغه وویل: " متاسفانه د افغاسنتان خصوصي سکټور دلته محکوم دی ددې لپاره چې د طالبانو مشران د محدودیونو لاندې دي د افغانستان بانکونه تر بندیزونو لاندې نه دي د طالبانو مشران د بندیزونو سره مخ دي.

په عین وخت افغان سوداګر وايي چې د افغانستان په بانکي سیستم ددغو لیګیدلو محدودیتونو له امله هغوی د سوداګریزو توکو د رانیولو لپاره د بانک له لارې بهرنیو هیوادونو ته پر وخت پیسې نشي انتقالولی،

دغه سوداګر وايي چې دوی دې ته اړ کیږي چې د توکو د رانیولو لپاره پیسې لومړی له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته د حوالې له لارې انتقال کړي او بیا د ګاونډیو هیوادونو د بانکو له لارې شرکتونه پیسې ولیږي، چې دا کار د یوې د پیسو داضافي مصرف او وخت د ضایع کیدو سبب ګرځي .

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG