د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شریف لور د پنجاب اعلی وزیره شوه


مریم نواز د پاکستاني سیاستوال نواز شریف لور ده
مریم نواز د پاکستاني سیاستوال نواز شریف لور ده

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف لور د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب ۷) ددغه هېواد د تر ټولو زیات نفوس لرونکي پنجاب ایالت اعلی وزیره وټاکل شوه.

دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه په پاکستان کې د یو ایالت واکمني په لاس کې اخلي.

مريم نواز شريف د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې د ملي او ایالتي انتخاباتو وروسته د خپلې کورنۍ د اوږدې مودې د واکمنۍ په مرکز پنجاب ايالت کې اعلی وزیره وټاکل شوه.

د هغې پلار، چې په پراخه کچه د "پنجاب د شیر" په نوم پیژندل کیږي، درې ځله د پاکستان صدراعظمي کړې چې وروستۍ دوره یې په ۲۰۱۷ کې پای ته ورسیده.

د هغې تره شهباز شریف، چې نوموړی هم د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی، د خپل کورني ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز او پاکستان پیپلز ګوند ترمنځ د ایتلافي حکومت جوړولو له تړون وروسته، یو ځل بیا حکومت کولو ته چمتو ښکاري.

ددغه تړون له مخې، په پنجاب ایالت کې د پيپلز ګوند بریالي شویو د ایالتي جرګې وکيلانو هم د مريم نواز د اعلی وزيرې په توګه د ټاکل کېدو ملاتړ کړی دی.

په پنجاب ایالت کې ۱۲۷ میليونه پاکستانيان اوسیږي چې ددغه هېواد ترنیمایي زیات نفوس جوړوي.

نواز شریف او شهباز شریف د مريم نواز د سوګند کولو په مراسمو کې د هغې سره ملګرتيا وکړه.

مريم د دوشنبې په ورځ د اعلی وزیرې په توګی خپله دنده "تاريخي" وبلله او ددغه ایالت وکیلانو ته، چې هغه یې دې دندې ته غوره کړې، وویل: "دا د هرې ښځې بریا ده، د هرې لور او مور لپاره بریا ده او ددې ثبوت دی چې یوه ښځه او لور هم خپل خوبونه رښتیا کولی شي. "

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG