د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د ناروې د کډوالو شورا د منشي سفر؛ د مرستې رسولو بهیر کې د ښځو حضور اړین دی


د طالبانو حکومت لخوا په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړي ته د غبرګونونو په دوام، د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي کابل ته سفر کړی او په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د مرستو رسول مهم بللي دي.

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ین اګلند د یکشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ اتمه (مرغومې ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼه له طالبانو څخه غوښتي چې د دغه شورا ټولو ښځینه او نارینه کار کوونکو ته اجازه ورکړي چې ترڅو هغوی خپل کار ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د تیر میلادي کال د ډسمبر په ۲۴ (مرغومی درییم) په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په غیر دولتي موسسو کې له کار څخه منع کړې. په دې مکتوب کې خبرداری ورکړ شوی، چې "په دې برخه کې د تعلل په صورت کې به ددغه وزارت له خوا موسسو ته د فعالیت ورکړل شوی جواز لغو کړي".

د ناروې د کډوالو شورا دغه چارواکي زیاته کړې چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار باندې د بندیر د پرېکړې له امله دوی مجبور شوي چې په افغانستان خپل فعالیتونه بند کړي.

ښاغلي اګلند زیاته کړې چې د ناروې د کډوالو شورا اوس مهال په افغانستان کې ۴۷۹ ښځينه کار کوونکي لري او په خبره یې په افغانستان کې ۷۰۰زره اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هغوی حضور اړین دی.

هغه زیاته کړې: "موږ ته باید اجازه راکړل شي چې له خپلو ټولو همکارانو سره خپل کار بیرته له سره پيل کړو، له هغه پرته، ممکن خلک ژوند له لاسه ورکړي."

د ښاغلي اګلند په وینا، اوس مهال په کابل کې د ناروې د کډوالو شورا دفتر تقریباً خالي شوی او د هغه په خبره په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د رسېدو لپاره د دغه شورا عملیاتي بهیر فلج شوی دی.

د دغه شورا سرمنشي ټینګار کړی دی: "د ښځینه او نارینه کار کوونکو پرته نشو کولای خپل حیاتي مرستې له سره پيل کړو، موږ د ښځینه کار کوونکو پرته نشو کولای ښځو او ماشومانو ته لاس رسئ ولرو. د ناروې د کډوالو شورا د لباس، سفر او کار ځای په اړه د افغانستان ټولو سنتي ارزښتونو ته درناوی لري."

د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر « حقاني» سره د ین الګنډ لیدنه

ښاغلي ین اګلند کابل ته د خپل په ترڅ کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره کتلي او د کډوالۍ مسائلو د خبرو اړوند یې ښځو ته د کار کولو د اجازې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني ویلي: "مونږ په دې هڅه کې یو، چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته کړو، بشري مرستې باید شرطونه ونلري."

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ اندېښنه

د طالبانو لخوا د ښځو پر کار د بندیز پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده.

دغه ادارې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د ښځو پر سفر، زده کړو او کار باندي د بندیز له امله هغوی له جدي خطر سره مخ کړي چې د دغه وضعیت دوام به د هغوی پر خوندیتوب او پرمختګ باندي منفي اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی دی چې د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره، اړتیا ده چې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو حقوق خوندي شي.

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او ښځو پر د بندیز په اړه پر داسې مهال اندېښنې ښودل کیږي چې تیره ورځ په افغانستان کې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف» له وزیر محمد خالد حنفي سره لیدنه کې له هغه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو په کار او تعلیم باندې د دغې ډلې لګول شوی بندیز لېرې کړي.

یوناما نن یکشنبه جنوري اتمه (مرغومې ۱۸) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «په ښځو باندې د طالبانو تبعیضي بندیزونه» افغانانو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیولې ده چې د افغانستان اقتصاد ته به لوی ګوزار وي.

له خالد حنفي سره د مارکس پوتزل ملاقات ته په اشارې په ټویټر کې په خپور شوي بیان کې لیکل شوي دي: «د ملګرو ملتونو استازي د ښځو په تعلیم او په خیریه ادارو کې یې په کار د لګول شویو بندیزونو د ژر تر ژره لېرې کېدو غوښتنه وکړه.»

د یوناما مرستیال له تېرو څو ورځو راهېسې د طالبانو له مشرانو سره په ملاقاتونو بوخت دی. هغه تر دې مخکې د طالبانو د لوړ زده کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره هم لیدلي او د ښځو په تعلیم یې د لګول شوي ‌بندیز ژر تر ژره لېرې کېدل غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG