د لاس رسي وړ اتصالات

سلیمان له هرات څخه د سږ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان شو


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د «ازموینو ملي ادارې» د ۱۴۰۱ لمریز کال د کانکور پایلې اعلان کړې.

د ازموینو ملي ادارې نن شنبه نومبر پنځمه (لړم ۱۴) د یادو پایلو د اعلان پرمهال د هرات ولایت د سلطان غیاث الدین غوري لېسې زده کوونکی سلیمان د غلام جیلاني زوی د ۳۵۵.۴۲۰۴ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۴۰۱ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان کړ.

د یادې ادارې د اعلان په اساس ښاغلی سلیمان د هرات پوهنتون د طب معالجوي پوهنځی ته بریالی شوی دی.

د ازموینو ملي ادارې په ترتیب سره محمد شبیر د ناظر حسین زوی د ۳۵۵.۳۲۸ نمرو په تر لاسه کولو سره د سږ کال کانکور دوهم نمره اعلان کړ.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې ښاغلی محمد شبیر د کابل ابوعلي سینا پوهنتون طب پوهنځی ته بریالی شوی دی.

همدارنګه د هدایت الله په نوم د هرات ولایت اوسېدونکی د سږ کال کانکور کې دریم مقام په تر لاسه کولو سره د هرات پوهنتون د طب پوهنځی ته بریالی شوی دی.

د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د اعلان له مخې د سږ کال د کانکور پایلو کې تر لسم نمره پوري ټول ذکور و او نجونې په دغه مقام کې نوې راغلي.

د افغانستان د ازموینو ملي ادرې د مشر پوهاند عبدالقدیر خموش د معلوماتو له مخې د سږ کال په کانکور په ازموینه کې ۱۶۰۰۳۰ تنو ګډون کړی و چې له ډلې ۸۴۸۶۳ تنه یې بریالي شوي دي.

د ښاغلي خموش په وینا د سږ کال کانکور په ازموینو کې ۳۰۰۲۰ تنه د نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته بریالي شوي دي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د روان لمریز کال په تله میاشت کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کانکور ازموینې تر سره کړې.

XS
SM
MD
LG