د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټرو سړک د بیا رغونې او ترمیم په موخه دا لار سر د شنبې د ورځې اګسټ پنځم ( زمري ۱۴) د ورځې له خوا د هر ډول ترافیکو پرمخ تړي.
ددغه وزارت د مطبوعاتو د مسؤول محمد اشرف حق شناس رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د شپې له خوا په نوبت سره مسافر کولی شي پر دغې لارې تګ راتګ وکړي.
ښاغلي حق شناس ویلي: "سر د شنبې له ورځې څخه... پر دغه لویه لار د ورځې له خوا د هر ډول ترافیکي وسایطو تګ راتګ نه ترسره کیږي، خو د شپې له خوا په نوبت سره یوه شپه له شمال څخه جنوب لورې ته او بله شپه د جنوب څخه د شمال لورې ته د تګ اجازه ورکول کیږي".
د سالنګ لویه لار، چې د افغانستان پایتخت کابل د اتو شمالي، شمال ختیځو او شمال لویدیځو ولایتونو سره نښلوي د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت پر مهال بیا رغول شوې وه، خو پر دغه لار د وسایطو د زیات تګ راتګ او په لاریو کې د زیات بار د انتقال له امله په وروستیو کلنو کې د افغانستان د نورو لویو لارو په څیر دا لار هم ډیره ویجاړه شوې ده.
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادار د جولای د تیرې میاشتې په ۱۳ د دغې لارې د ۸۰ لیکومتره سړک د بیارغونې کار پرانیسته کړې وه.
د سالنګ د لارې د کار د پیلیدو غونډې ته ملا برادر وویل، چې په تیرو نږدې دوو کلنو کې چې ده په افغانستان کې کومې انکشافي پروژې پرانیستي د قوش تیپې د کانال د جوړولو د پروژې وروسته دا دوهمه مهمه پروژه ده، چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې پرانیسته کوي.
ددغې لارې د بیا رغونې کار دوو افغان شرکتونو ته ورکول شوی دی.
د سالنګ لویه لاره د افغانستان پایتخت کابل د بلخ ولایت د حیرتان بندر له لارې د اوزبیکستان، د کندز د شیرخان بندر له لارې تاجیکستان او د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې د ترکمنستان سره نښلوي.
په دې وروستیو میاشتو کې د سالنګ په لویه لار د عامو مسافرو او سوداګریزو مالونو د تګ راتګ سربیره د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو څخه سکاره هم د همدې لارې پاکستان ته انتقالیږي.
همداشان د روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د طالبانو حکومت په ازمایښتي ډول د روسیې او منخنۍ اسیا د هیوادونو څخه د تیلو او ګازو د ترانزیت اجازه هم ورکړې، چې دا توکي هم د همدې لارې پاکستان ته انتقالیږي، چې ورسره په دغه لار د ترافیکو په حجم کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د مرکز کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ پخوانۍ د شیبر لار هم پرانیستې ده خو د شیبر د لارې ډیرې برخې خامې دي او بیا رغونې ته اړتیا لري.
د سالنګ لار د منخنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر ترمنځ هم تر ټولو لنډو لارو څخه ده، چې اوس مهال ورڅخه پاکستاني سوداګر د توکو د لیږد لپاره کار اخلي.
د طالبانو حکومت د سالنګ د لارې د بیا رغونې دمخه د کابل کندهار د لويې لارې د بیا رغونې چارې هم پیل کړي دي.
د کابل کندهار لویه لار، چې نږدې شل کاله دمخه د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج بوش د ځانګړې پاملرنې له مخې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار پر مهال بیا رغول شوې وه، په دې وروستیو کلنو کې یې یو ځل بیا ډیرې برخې نړیدلي دي.
د کابل کندهار لار هم د افغانستان پایتخت د جنوبي ولایتونو د هرات په ګډون جنوب لویدیځو ولایتونو سره نښلوي.
فورم \ دبحث خونه