د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان ته د روسیې خبرداری؛ اوکراین ته د دفاعي سیستم سپارل به 'جدي پایلې' ولري


 د پاټریوټ هوايي دفاعي سیستم (عکس- ارشیف)
د پاټریوټ هوايي دفاعي سیستم (عکس- ارشیف)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ، ډسمبر ۲۷ (مرغومی شپږمه) جاپان ته خبرداری ورکړ چې اوکراین ته د پاټریوټ هوايي دفاعي سیستم د ورکولو په اړه د جاپان پریکړه به "جدي پایلې" ولري.

د مسکو او توکیو اړیکې چې په تیرو وختونو کې کړکیچنې وې، په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل او بیا پر روسیې د اقتصادي بندیزونو په لګولو کې له لویدیځو متحدینو سره د جاپان تر یوځای کېدو وروسته لاپسې ترینګلې شوې.

تېره اوونۍ جاپان وویل چې د خپلو وسلو د صادراتو په قوانینو کې له یو لړ تعدیلاتو وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو ته د پاټریوټ هوايي دفاعي سیسټم د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي. دا په تیرو نهو کلونو کې د جاپان له خوا د وسلو لومړۍ لویه صادراتي جوپه ګڼل کیږي.

سره ددې چې د جاپان لخوا د وسلو د صادراتو د کنټرول نوی قانون دغه هیواد په جګړې کې ښکیلو هیوادونو ته د وسلو د لیږلو څخه منع کوي، خو دا پریکړه کولی شي په غیر مستقیم ډول اوکراین ته د روسیې په وړاندې په جګړه کې ګټه ورسوي، ځکه چې دا متحدو ایالتونو ته ددې توان ورکوي چې کیف ته زیاتې پوځي مرستې چمتو کړي.

زاخارووا وویل: "جاپان به نور پر دغو وسلو [د پاټریوټ دفاعي سیسټم] باندې کنټرول نه لري او واشنګټن ددې وسلو پر مټ هرڅه کولای شي."

د روان کال ډسمبر په لومړیو کې، جاپان او جنوبي کوریا دواړو خپلو هوايي حریم ته څیرمه د چین او روسیې د بم غورځوونکو او نورو کشفي الوتکو د ګډ پروازونو د څارنې لپاره جنګي جیټ الوتکې واستولې.

همدارانګه روسیې او جاپان د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په ارام سمندر کې د لانجمنې سیمو پر سر په رسمي توګه یو تړون نهایي کړی نه دی.

پر اوکراین د روسیې لخوا د پوځي یرغل تر پیل مخکې هم جاپان په ارام سمندر کې په لانجمنو سیمو کې د روسیې د پوځي حضور له زیاتوالي شکایت کړی و. پخواني شوروي اتحاد د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې دغه لانجمنې سیمې د جاپان څخه نیولې وې.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG