د لاس رسي وړ اتصالات

لوکاشینکو: روسیې بلاروس ته د خپلو اټومي وسلو لیږل پیل کړي دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، نن پنجشنبې د مې ۲۵ (غبرګولي ۴مه) وویل چې، روسیې خپل لویدیځ ګاونډي او نږدې ټلوالي (بلاروس) ته د اټومي وسلو لیږل پیل کړی دی.

لوکاشینکو مسکو ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "د اټومي وسلو لېږد پیل شوی دی". هغه زیاته کړه، ددې احتمال شته چې دغه وسلې بلاروس ته رسیدلي وي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د مارچ پر ۲۵نېټه (وري ۵مه) ویلي و چې مسکو له مینسک سره پدغه هېواد کې د روسیې اټومي وسلې د ځای پرځای کېدو پر سره، هوکړې ته رسیدلې دی.‌ خو نوموړې دا هم ویلي‌و چې د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي قانون ته به ژمن پاتې کیږي.

په بلاروس کې د روسیې د اټومی وسلو د ځای پرځای کېدو خبره پداسې حال کې کیږي چې ولسمشر پوتین په تیر فبرورۍ میاشتې کې د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د سټراتېژیکو اټومي وسلو د تاسیساتو د څار له تړون څخه ووت. مسکو او واشنګټن د "نیو سټارټ" په نوم د وسلو کنټرول د هغه تړون له مخې اجازه لرله چې د یو بل سټراتېژیکې وسلې وڅاري او په دې توګه یې له نه پراخېدو ډاډمن شي.

بلاروس چې روسیې ته یې پر اوکراین د خپلې خاورې څخه د برید اجازه ورکړه، د اروپايي اتحادیې او د ناټو له غړو پولنډ او لیتوانیا سره ګډه پوله لري.

لوکاشینکو وویل چې پوتین ورته د چهارشنبې، مې ۲۴ (غبرګولي ۳مه) خبر ورکړی و چې د اټومي وسلو د لیږلو فرمان یې لاسلیک کړی دی.

بلخوا د بیلاروس د مخالف ګوند مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا اقدام به نه یوازې د بلاروس خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي ، بلکې د اوکراین او ټولې اروپا لپاره به یو نوی ګواښ رامنځته کړي. نوموړې زیاته کړه: "دغه اقدام به د بلاروس وګړي د روسیې د امپریالیزم یرغمال کړي."

په ورته وخت کې ولسمشر پوتین ویلي چې روسیې له خپل ټلوالي بلاروس سره د لسو الوتکو په تجهیز کې چې د اټومي وسلو د لیږدولو ځواک لري، ‌مرسته کړې ده.‌ نوموړي زیاته کړې چې روسیې همدا راز په مینسک کې د اسکندر په نوم د لرې واټن ویشتونکي توغندیو سیسټم ځای پرځای کړې دی.

د پوتین په وینا، روسیه به د اپریل په دریمه د بلاروس پوځیانو روزنه پیل کړي او د جولای تر لومړۍ نیټې پورې به په بلاروس کې د اټومي وسلو د زیرمه کولو د تاسیساتو چارې بشپړ کړي.

که څه هم پوتین ویلي دي چې دغه اټومې وسلې به د مسکو تر کنټرول لاندې پاتې وي، خو لوکاشینکو وړاندیز کړی چې د "بلاروس د له منځه وړلو د ګواښ په ترڅ کې" کولای شي دغه وسلې د روسیې له موافقې سره وکاروي.

بل لوري ته د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د روسیې دغه پریکړه غندلې او هغه یې "خطرناکه او غیر مسوولانه" بللې ده.

خو ولسمشر پوتین ویلي دي چې د مسکو دغه اقدام د متحدو ایالتونو د هغو اقداماتو سره ورته دی چې د خپلو اروپایي ټلوالو هېوادونو په منځ کې یې اټومي وسلې ځای پرځای کړې دي.

XS
SM
MD
LG