روسیې په داسې حال کې لیبیا ته ۳۵ ډاکټران او بشري مرستې استولي چې په دغه هېواد کې د تېرې اوونۍ د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۱۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د روسيې د بېړنيو حالاتو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي، چې د دغه وزارت ډاکټران به د ليبيا په ختيځ کې د سیلاب ځپلو سره طبي بشري مرستې وکړي.
دمخه تر دې روسیې لیبیا ته یو موقتي روغتون چې د عملیاتو او د جدي پاملرنې په خونې سمبال دی، استولی و.
د روسیې د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې وزارت همداشان ویلي چې دغه طبي کارکوونکي به د ورځې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته طبي مرستې ورسوي.
تیره اونۍ د لیبیا په 'درنا' ښار کې چې شاوخوا ۱۰۰زره نفوس لري د اوبو دوه بندونه ویجاړ شول چې د سونامي په څیر د سیلابونو د راوتلو لامل شول.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په دغه هیواد کې تر سیلابونو وروسته ۱۰۰۰۰ او سل کسان بې درکه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر نن خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې به د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
دا پداسې حال کې دي چې مقاماتو او مرستندويه ډلو د یو لړ ناروغیو د خپریدو له امله اندیښنه څرګنده کړې چې د اوبو له لارې انتقالیږي او په عین وخت کې یې ویلي چې په ځپل شویو سیمو کې د وسله والو جګړو له امله پاتې شوي چاودېدونکي توکي هم د خلکو ژوند ګواښي.
دمخه تر دې ملګرو ملتونو د سپتمبر په ۱۴ویلي وو، چې که د لیبیا په کړکیچ ځپلي هیواد کې د بیړنۍ خبرتیا د سیستمونو ښه فعالیت او بیړنیو چارو سم مدیریت سم کار کړی وای د انساني مرګ ژوبلې شمېر به ډیره ټېټه وای.
د ملګرو ملتونو د هوا پیژندنې نړیوال سازمان همداشان خبرداری ورکړ چې نور جګړه ځپلي هیوادونه هم د کمزوري بیړني خبرداري د ورته سیسټمونود نیمګړتیاو په وجه د همداشان ګواښونو سره مخ دي.
خو د لیبیا د هوا پېژندنې ملي مرکز په دغه هېواد کې ۷۲ ساعته مخکې د هوا د خطرناکو اورښتونو په اړه حکومتي چارواکو ته د ایمیلونو له لارې خبر ورکړی وو او له دوی یې وغوښتل چې د مخنیوي تدابیر ونیسي.
د مدیترانې سمندري طوفان "دانیل" د تېرې یکشنبې په ورځ د لیبیا په ډېرو ختیځو ښارونو کې د مرګوني سېلابونو د راوتلو لامل شو، خو تر ټولو زیات ویجاړونکی یې د 'درنا' په ښار کې و.
فورم \ دبحث خونه