د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ زره کورونه لاندې کړي


روسیه کې سیلابونه
روسیه کې سیلابونه

د روسیې چارواکو د دوشنبې په ورځ اپریل ۸ (وري ۲۰) وویل چې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۰ زره کورونه سیلابونو لاندې کړي دي.

په سیندونو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو له کبله د طبیعي ناورینونو سره د مبارزې ادارې د اورال د غرونو په اوږدو کې د ولګا او لویدیځې سایبریا په سیمو کې یو شمېر ښارونه تخلیه کړي دي.

د یکشنبې په ورځ، روسیې په اورنبورګ سیمه کې فدرالي اضطراري حالت وروسته له هغه اعلان کړ، چې د اورال سیند د اورسک ښار ډیره برخه لاندې کړه او د دغه سیند اوبه په اورنبورګ کې خطرناکې کچې ته ورسید.

د روسیې د اضطراري چارو وزارت په ټولنیزو شبکو کې وویل: "د سایبریا په سیمو کې، پریولژې [ولګا سیمه] او مرکزي فدرالي سیمو کې د هوا د ګرمېدو او واورو د ویلي کېدو له کبله د سیندونو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې ده. له ۱۰۴۰۰ څخه ډیر د استوګنې کورونه سیلاب لاندې کړي دي."

روسیې لا دمخه د قزاقستان پولې ته څېرمه د اورنبورګ له سیمې څخه په زرګونو کسان ایستلي دي. د اورسک ښار ډیره برخه وروسته له هغه سیلاب لاندې کړه چې د سخت باران په نتیجه کې د یو بند د نړېدو له امله سیلاب راووت.

د اورسک ښار ډیره برخه وروسته له هغه سیلاب لاندې کړه چې د سخت باران په نتیجه کې د یو بند د نړېدو له امله سیلاب راغلی و.
د اورسک ښار ډیره برخه وروسته له هغه سیلاب لاندې کړه چې د سخت باران په نتیجه کې د یو بند د نړېدو له امله سیلاب راغلی و.

د اورنبورګ سیمې چارواکو ویلي چې په اورسک کې د اورال سیند د اوبو کچه اوس نهه سانتي متره ټیټه شوې خو په دغه ۵۵۰ زره نفوس لرونکي ښار کې د دې سیند د اوبو کچه اوس هم په خطرناک ډول له عادي اندازې څخه لوړه ښودل شوې ده.

سیمه ایز حکومت وویل: "په اورنبرګ کې، په یوه ورځ کې د اوبو په کچه کې ۱۶ سانتي متره لوړوالی راغلی او ۸۷۲ سانتي مترو ته رسیدلی دی."

د روسیې رسنیو د دې ښار د ښاروال سرګي سالمین له قوله ویلي، تمه کیده چې سیلاب "بې ساری" وي او له همدې کبله یې خلکو ته له سیمې څخه د وتلو خبرداری ورکړی و.

د روسیې د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ به په اورنبورګ کې سیلابونه اوج ته ورسیږي او تمه کیږي چې ددغه ښار نورې برخې هم لاندې کړي.

چارواکو د سایبیریا په تیومین او کورګان سیمو کې د توبال سیند د اوبو د کچې د لوړیدو خبرداری ورکړی دی. د قزاقستان پولې ته څېرمه په کورګان ښار کې د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، د ژغورنې د اقدام په توګه یې له دغه ۳۰۰ زره نفوس لرونکي ښار څخه د خلکو په ایستلو پیل کړی دی.

کرملین په کورګان او تیومین کې چارواکو ته امر کړی چې د "طبیعي ناورین" په وړاندې تیار اوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG