د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: د الکسي ناوالني په اړه د محکمې حکم 'د منلو وړ ندی'


د کریملین مخالف مشر الیکسي ناوالني
د کریملین مخالف مشر الیکسي ناوالني

اروپایي ټولنې د جمعې په ورځ اګست څلورمه (زمري ۱۳) د روسیې د محکمې هغه پریکړه وغندله چې د کریملین مخالف مشر الیکسي ناوالني یې د افراطیت په تور په ۱۹ کاله بند محکوم کړ.

د ناوالني پر وړاندې دا درنه سزا، چې پراخ اعتراضونه یې راپارولي، د هغو لوړ پوړو فعالانو او عامو روسانو پر وړاندې چې په اوکراین کې یې د روسیې د مداخلې په وړاندې اعتراضونه کړي، د محاکمو وروستۍ لړۍ ده.

د اروپایي ټولنې عمده غړي هیواد جرمني سمدلاسه دا پریکړه "بشپړه بې انصافي" وبلله او د اروپايي اتحادیې مشر دا پریکړه "د نه منلو وړ" وبلله.

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل لیکلي: "د الیکسي ناوالني په وړاندې د یوې بلې دروغجنې محاکمې وروستۍ پریکړه د منلو وړ نه ده. دا خپلسری محکومیت د کرملین د رژیم پر ضد د هغه د انتقادي وینا میړانې ته ځواب دی."

وروسته له هغه چې روسیې ناوالني په ۱۹ کاله بند محکوم کړ، د فرانسې حکومت هم د جمعې په ورځ د کریملین د دغه سخت منتقد د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې د دغه هیواد حکومت له روسیې غواړي چې «بې له کوم شرطه سمدستي د ناوالني له توقیف خوشې کړي او له نورو سیاسي بندیانو سره دې هم ورته چلند وکړي».

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر فولکر ترک په روسیه غږ وکړ چې ناوالني "سمدستي" خوشې کړي. فولکر ترک د یوې اعلامیې په ځپرولو سره ویلي: "هغه حکم چې نن د روسیې د حکومت د مخالفې څېرې الیکسي ناوالني په وړاندې صادر شو، په روسیه کې یې د قضايي ازار او ځورونې او د سیاسي موخو لپاره د محاکمې د سیستم د کارولو په اړه جدي اندیښنې راپورته کوي."

۴۷ کلن الکسي ناوالني چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت منتقد دی، د جنورۍ په ۱۷ له جرمني څخه مسکو ته له رسېدو لږ وروسته ونیول شو. هغه تر مسمومېدو وروسته د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول شوی و.

ښاغلی ناوالني وايي چې کریملین د هغه د مسمومولو مسؤول و او تور یې پورې کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه د وژنې امر کړی، هغه تور چې کرملین رد کړ دی.

د ښاغلي ناوالني له نيول کېدو وروسته د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د دغه منتقد پلويانو په مسکو او د روسيې په نورو ښارونو کې لاريونونه وکړل او د هغه د خلاصون غوښتنه يې وکړه، خو دغه لاريونونه د پوليسو له جدي اقدام سره مخ شول او د دغه مشر زرګونه پلويان د کرملين سره د مخالفت له امله ونيول شول.

متحده ایالات او لویدیځو متحدینو یې د الکسي ناوالني نیول او د هغه له پلویانو سره د پولیسو چلند په کلکه غندلی دی.

د ناوالني متحدین له څو کلونو راهیسې د خپلو فعالیتونو له امله د پولیسو له محاکمې او نیول کېدو سره مخ دي، خو روسیې ته د ښاغلي ناوالني له راستنېدو وروسته پرې فشارونه نور هم زیات شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG