د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي د مسکو د برید په شک یې درې تنه نور هم ونیول


روسیې د مسکو د برید په شک تر دې دمه څه بانندې لس کسان نیولي دي
روسیې د مسکو د برید په شک تر دې دمه څه بانندې لس کسان نیولي دي

د روسیې دولتي رسنۍ وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د مسکو د برید په شک او تړاو درې نور کسان هم نیولي‌ دي.

د روسیې د فدرال امنیتي څانګې د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورمه (حمل۱۶) وویل چې نیول شویو کسانو بریدګرو ته مالي امکانات برابر کړي‌ وو.

د مقاماتو په وینا دا کسان په مسکو، اورال یکاترینبورګ او د سایبریا په اومسک کې نیول شوي دي.

په مسکو کې د موسیقۍ په یو تالار باندې په دغه برید کې ۱۴۰ تنه ووژل شول او تقریبآ ۲۰۰ نور ژوبل شول.

د روسیې د انټرفاکس خبري‌ اژانس په حواله د امنیتي‌ څانګې په قول لیکلي دي: "په دوی کې یې دوه هغه کسان دي چې په برید کې د کارول شوي‌ موټر او وسلو د اخیستلو لپاره یې پېسې استولې وې او درېیم کس مخامخ د دغه ترهګریز برید دعاملینو په ګمارلو او مالي تمویل کې دخېل و."

فرانس پرس اژانس وايي چې د دولتي رسنیو په خپرو شویو ویدیوګانو کې د روسیې امنیتي‌ ځواکونه ښودل کېږي چې دا کسان نیسي. امنیتي ځواکونه وايي چې په نیول شویو کسانو کې یې دوه بهرنیان دي او یو یې د روسیې دی.

روسیې تر دې دمه د مسکو د برید په شک تر دې دمه څه باندې ۱۰ کسان نیولي دي. په نیول شویو کې یې څلور کسان د تاجیکستان وګړي ښودل شوي دي.

د داعش ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی، خو مسکو هڅه کوي چې وښيي کیف او یا لویدیځ د دغه برید "امر" کړی و. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل: "موږ دلایل لرو چې باوري شو هغو کسانو اصلي هدف، چې په مسکو کې د دغه خونړي او وحشتناک ترهګریز برید امر یې ورکړی، زموږ یوالي ته زیان رسول دي."

ده وویل چې "اسلامي‌ افراطیان" په روسیې باندې د برید هېڅ دلیل نه لري.

اوکراین او د لویدیځ هېوادونو په وار وار په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي او وايي روسیه هڅه کوي له دغې پېښې څخه ناوړه ګټه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG