پاکستان او روسیې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) په مسکو کې د لومړي ځل لپاره د "بارټر" يا "جنس په جنس" سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ.
په روسيه کې د پاکستان سفارت د اېکس پر ټولنيزې شبکې ويلي چې د پاکستان او روسيې د سوداګرۍ او پانګونې فورم په څنډه کې د پاکستان او روسيې دوو شرکتونو په لومړي ځل د جنس په جنس سوداګرۍ په اړه يو تفاهم ليک لاسليک کړ.
دا په داسې حال کې ده چې په مسکو کې د پاكستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه غونډه روانه ده.
پر دې مهال د پاکستان د شخصي پانګونې وزیر عبدالعلیم خان باور څرګند چې دغه فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د نويو دوه اړخيزو اړيكو د پيل نښه ده.
نوموړي وويل چې پاكستان له روسيې سره خپلو اړيكو ته ډېر ارزښت وركوي او زياته يې کړه چې دواړه خواوې په بېلا بېلو برخو كې د ګډو كارونو کولو پراخه امکانات لري. "زموږ ټول اقتصادي سکتورونه د پانګونې لپاره خلاص دي."
بلخوا د پاكستان سفير محمد خالد جمالي پر دې خبره ډاډ څرګند کړ چې د پاكستان او روسيې ترمنځ دوه اړخيزه تجارت د يو میليارد ډالرو حد ته رسېدلی دی.
دا تر هغه وروسته ده چې پاکستان او روسيې د سپټمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) په اسلام اباد کې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دوه اړخيزه همکاريو يو تفاهم ليک لاسليک کړی وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اېکس پر ټولنيزې شبکې په يو بيان کې ویلي وو چې په هغه تفاهم لیک کې د روسیې د صدراعظم مرستیال الېکسي اوورچوک او د هغه د پاکستاني سيال اسحاق ډار په حضور کې لاسليک شو.
وزارت زياته کړې وه چې اوورچوک او اسحاق ډار د پلاوو پر کچه په شويو خبرو کې موافقه وکړه چې دواړې خواوې به د سوداګرۍ، صنعت، انرژۍ، ارتباطاتو، ساینس، ټیکنالوژۍ او تعلیم په برخو کې "قوي ډیالوګ او همکاري" تعقیبوي.
فورم \ دبحث خونه