د لاس رسي وړ اتصالات

"ار ایس ایف" ټاکنو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې


د ارایس ایف د راپور له مخې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په تیرو نهو میاشتو کې پنځه افغان خبریالان وژل شوي دي.
د ارایس ایف د راپور له مخې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په تیرو نهو میاشتو کې پنځه افغان خبریالان وژل شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان " ار ایس ایف" په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

" ار ایس ایف" په یوه اعلامیه کې، چې د پنجشنبې د ورځې ( تلې ۴مه/سپټمبر 26) ناوخته خپره کړې ویلي، چې د تلې په شپږمه به له نهه میلیونو څخه زیات افغانان د خپل راتلوونکي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره د رایې اچونې مرکزونو ته لاړ شي.

د بې پولې راپورورکونکو سازمان " ار ایس ایف" د ټاکنو پر مهال د خبریالانو او د رسنیو د ساتنې لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښته کړې.

د تلې په درییمه د هیواد د تلویزیون د سیاسي چارو د پروګرام چلوونکی او خبریال عبدالحمید هوتکي په کندهار کي د محمد اشرف غني د دولت جوړونکي ټیم له دفتر څخه په خپلو پښو د تیریدلو پر مهال په دغه دفتر کې د ماین د چاودنې له امله ووژل شو.

د روان میلادي کال له پیل څخه راهیسې عبدالحمید پنځم افغان خبریال دی، چې د تاوتریخوالي په پیښو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د تلې د شپږمې په ټاکنو کې ۱۸ نوماندانو خپل نومونه لیکي وو، چې د دغې ډلې ۱۴ به یې د شنبې په ورځ یو بل سره د سیالۍ میدان ته ووځي.

د بې پولې راپورورکونکو سازمان " ار ایس ایف" د افغانستان د څانګې رئیس رضا معیني د ټولو نوماندانو، چې ځانونه دیموکراسۍ ته پابند ګڼي غوښتي، چې د رسنیو پر وړاندې دې خپلې ژمنې څرګندې کړي.

ښاغلي معیني ویلي " مونږ له ټولو نوماندانو څخه، چې دیموکراسۍ ته ځانونه پابند ګڼي غواړو، چې د رسنیو ازادۍ او د خبریالانو څخه د ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې په دې ورځو کې له یاده و نه باسي. په دې ټاکنو کې د رسنیو ونډه د خبرې منابعو او څارونکو په توګه خورا زیات اهمیت لري".

د خبریالانو د ملاتړ افغان ادارو چارواکي وايي، چې د تیرکال پرتله یې سږکال د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او هغوی سره د ناسم چلند په اړه ډیرې قضیې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG