د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د شفافو ټاکنو غوښتنه وکړه


ټاکل شوې افغان ولسمشریزې ټاکنې سبا شنبه تر سره شي
ټاکل شوې افغان ولسمشریزې ټاکنې سبا شنبه تر سره شي

د امریکا متحده ایالات وايي، د دې لپاره چې له افغان ولسمشریزو ټاکنو د یوې مشروع نتیجې ډاډ تر لاسه شي، دغه ټاکنې باید بې عیب او زیانه تر سره شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې مایک پمپیو پرون پنجشنبه د «سپټمبر پر ۲۶مه» له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ترڅنګ پر یو لړ نورو اړوند مسائلو ټلیفوني خبرې کړي دي.

په دغه اعلامیه کې د ښاغلي پمپیو له قوله ویل شوي:"د دې لپاره چې له افغان ولسمشریزو ټاکنو د مشروع نتیجې په اړه ډاډ تر لاسه شي، امریکا غواړي د ټاکنو په اړه د کاندیدانو او دولتي ارګانونو چلند چې دغه ټاکنې تر سره کوي بې عیب او زیانه وي."

د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا پر افغان ولسمشریزو ټاکنو د طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو د بریدونو ګواښ غندلی دی.

پر همدې مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې په دغه ټاکنو کې کاندید هم دی، پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له مایک پمپیو سره یې د راتلونکو ټاکنو د امنیت د ډاډ او نورو اړوندو مسائلو په اړه خبرې کړي دي او وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو له مرستو څخه مننه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې افغان ولسمشریزې ټاکنې سبا شنبه د مېزان پر شپږمه تر سره شي.

افغان حکومت تر دې مخکې په یادو ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي او ډاډمن امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې د شفافو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره یولک پنځه زره او ۳۳۰ ناظرین کمارل شوي دي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو هم روانه میاشت د ټاکنو د امنیت په اړه خپلې یوې غونډې کې وویل، چې د یادو ټاکنو د امنیت لپاره ۱۰۰ زره امنیتي سرتېري ګمارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG