د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدانو ته: د اصولو په اساس چلند وکړئ


یاماموتو: دا افغانان او د افغانستان سیاستوالو پورې اړه لري چې د دې ټاکنو شفافیت تضمین وکړي.
یاماموتو: دا افغانان او د افغانستان سیاستوالو پورې اړه لري چې د دې ټاکنو شفافیت تضمین وکړي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تدامیچي یاماموتو د امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان په ټاکنو کې ټول گډونوال هڅه کوي چې ټاکنې د شنبې په ورځ (د تلې شپږمه) په شفاف او معتبره توگه ترسره شي.

ښاغلي تدامیچي ویلي چې د ټاکنو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی او اوس دا افغانانو او د افغانستان سیاستوالو پورې اړه لري چې د دې ټاکنو شفافیت تضمین کړي.

ښاغلي یاماموتو وویل "د سیاسي اړخه وضعیت اوس هم ښه کیدو ته اړتیا لري او زه له ټولو کاندیدانو په کلکه غواړم چې په اصول او قواعیدو ټینگ ولاړ اوسۍ."

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي وویل "مونږ ټول باید هڅه وکړو چې دا ټاکنې د ولسمشریز دفتر ته مشروعیت ورپه برخه کړي. دا مسله به د راتلونکي ولسمشر ته دا فرصت ورکړي چې د ټولو افغانانو په استازیتوب د سولې په برخې کې مذاکره وکړي."

د امریکا ولسمشر د سپټمبر په اتمه نېټه طالبانو سره د واشنګټن مذاکرات لغوه کړل او د دغې ډلې پر وړاندې یې د حملو د زیاتېدو خبرداری ورکړ. هغه بیا هم وویل چې طالبانو سره خبرې منتفي دي.

د افغانستان دولت هم اعلان کړی دی چې د انتخاباتو د ترسره کیدو او د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د طالبانو سره د خبرو هڅې دروي.

XS
SM
MD
LG