د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: درغلي مکوئ – پخپل راتګ مو مه پښیمانه کوئ


د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید، ګلبدین حکمتیار په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد خبرداری ورکړی او وایي که په ټاکنو کې درغلي وشي، پایلې به یې هیڅوک ونه مني.

ښاغلي حکمتیار وویل چې "په تش لاس" کابل ته راغی او سوله ایزه لار یې غوره کړه خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړ چې که په ټاکنو کې درغلي وشوه خپله سوله ایزه لار به پریږدي او نورې لارې به غوره کړي.

حکمتیار وویل " سنګر مې پریښود او د ټاکنو سنګر ته راغلم او د نظام د بدلون لپاره مې ټاکنې آسانه لار وګڼله. خو که مې ولیدل چې ټګي وشوه، د ټاکنو نتایج راته د منلو وړ ندي – او د ملت د شدید غبرګون تمه دې ولري."

د ولسمشرۍ دې کاندید د هیچا نوم وانخیست او نه یې دا وویل چې اشاره یې چا ته وه خو زیاته یې کړه چې په ټاکنو کې درغلي " د طالبانو سره مرسته کول دي" او زیاته یې کړه چې د "ټګیو په خاطر به سیاسي ګوندونه اړ شي چې د طالبانو لار غوره کړي."

حکمتیار وویل: "په تش لاس کابل ته راغلی یم.. د درغلیو پرته د ټاکنو پایلې منم او ګټونکي ته مبارکي وایم"

د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې وسله والو د ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې د افغانستان د حکومت او بهرنیو ځواکونو په خلاف وسله واله مبارزه کوله خو وروسته یې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت د حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړه او کابل ته راغی.

حکمتیار پخپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې باید مجبور نشي چې بیرته خپله پخوانۍ لار غوره کړي. هغه وویل " د راتګ نه مې مه پیښیمانه کوئ، د دې نه مې مه پښیمانه کوئ چې د ټاکنو لار مې غوره کړې، نورو لارو غوره کیدو ته مې مه مجبوره کوئ ځکه زه یې تجربه لرم او کولی یې هم شم".

په همدې حال کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ډاډ ورکړی چې د ولسمشرۍ ټاکنې به په ټاکلي وخت (تلي ۶مه) کیږي او تر څنګ یې د سیاستوالو نه غوښتي چې د شک او تردید پر ځای دې خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅوي.

XS
SM
MD
LG