د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال ستوري رونالډو ۹۰۰ ګولونه پوره کړل


د پرتګال د ملي لوبډلې لوبغاړي او نړیوال ستوري کرېستیانو رونالډو د فوټبال په سیالیو کې ۹۰۰ ګولونو پوره کړل.

رونالډو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (سنبله۱۵) د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د کروشیا په مقابل لوبې کې خپل ۹۰۰م ګول وواهه. پرتګال کروشیا ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

رونالډو د خپل ژوند دا تاریخي ګول د لیزبن د دالوز په لوبغالي کې وواهه، د لوبې په ۳۴مه دقیقه کې نونو مندز رونالډو ته توپ پاس کړ او هغه ګول کړ.

رونالډو تر دې دمه په نړۍ کې لومړی لوبغاړی دی چې دومره ګولونه یې وهلي
رونالډو تر دې دمه په نړۍ کې لومړی لوبغاړی دی چې دومره ګولونه یې وهلي

رونالډو کله چې د خپل ژوند ۹۰۰م ګول وهل نمانځل، احساساتي برېښېده. رونالډو د خپلې ملي لوبډلې پرتګال لپاره ۱۳۱ ګولونه کړي او پاتې نور یې د خپلو ګلبونو لپاره وهلي دي،‌ چې اکثریت یې د ریالډ مادرید لپاره دي.

هغه د سپورتنګ لیزبن، منجستر یونایتډ او د النصر لوبډلو ته لوبې کړې او اوس هم د سعودي عربستان د النصر په کلب کې لوبېږي.

رونالډو پنځه ځلې د فوټبال د طلايي توپ جایزه ګټلې ده او د ارجنټاین د نړیوال ستوري لیونل میسي څخه ۴۱ ګولونه مخکې دی. لیونل میسي تر دې دمه ۸۵۹ ګولونه وهلي دي. د برازیل پخواني لوبغاړي پلی، چې اوس مړی دی، ۷۶۵ ګولونه وهلي وو او اوس هم درېیم مقام کې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG