د لاس رسي وړ اتصالات

امباپی په پاریس سینټ ژرمن کې پاته شو، خو نیمار ښایي عربستان ته لاړ شي


پاریس سینټ ژرمن، لوبغاړي کیلیان امباپی او نیمار
پاریس سینټ ژرمن، لوبغاړي کیلیان امباپی او نیمار

پاریس سینټ ژرمن، چې له څه مودې راهیسې له دې کلب څخه د کیلیان امباپی او نیمار د وتلو سره مخ و، بالاخره بریالی شو چې امباپي یو ځل بیا په خپله لوبډله کې وساتي.

پاریس سینټ ژرمن د فرانسې د غوره لیګ په نوي فصل کې پداسې حال کې له جنجالونو سره مخ دی چې ویل کیږي د برازیل د ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړی، نیمار د سعودي عربستان د لیګ سره د یوځای کیدو په خبرو اترو بوخت دی.

د لوریان ټیم سره د پاریس سینټ ژرمن پرونۍ سیالي پرته له کوم ګول، مساوي پای ته ورسیده، هغه نتیجه چې د دې ټیم نوي روزونکي لویس اینریک ته یې کومه بریا په برخه نکړه.

امباپی، چې د څو اونیو راهیسې د خپل تړون پر سر د اختلاف له امله په سیالیو کې ګډون نه و کړی او حتی د لومړي ټیم سره یې په تمریناتو کې د ګډون اجازه هم نه درلوده، بالاخره، لږترلږه د اوس لپاره په سیالیو کې شامل شو او خپل تمرین یې پیل کړل.

پاریس سینټ ژرمن د یوې اعلامیې په خپرولو سره امباپی سره مذاکرات "اغیزمن او مثبت" بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نیمار په پرونۍ سیالۍ کې حضور نه درلود او د پاریس سېنټ ژرمن چارواکو ویلي چې د نشتون وجه یې د هغه ناروغي ده.

خو یوې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي، چې د پاریس سېنټ ژرمن برازیلي بریدګر لوبغاړی د دغه کلب د مدیر او یا هم د دغه کلب په پلانونو کې شامل نه دی او ښايي دا کلب پرېږدي.

نیمار د ۲۲۰ میلیون یورو په ارزښت د تړون په لاس لیک کولو سره په ۲۰۱۷ کې له بارسلونا څخه د پاریس سینټ ژرمن سره یوځای شو.

د فرانسې د سپورت ورځپاڼې لی ایکویپ راپور ورکړی چې د الهلال کلب نیمار ته وړاندیز کړی دی.

تیره میاشت د الهلال کلب امباپی ته د ۳۰۰ یملیون یورو قرارداد وړاندیز وکړ، خو د راپورونو له مخې، هغه ددغه کلب له چارواکو سره له لیدو ډډه وکړه.

که نیمار سعودي عربستان ته لاړ شي، هغه به د هغو لوبغاړو په لیست کې شامل شي چې د تیلو ددغه بډایه هیواد څخه یې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

کریستیانو رونالډو د جنوري په میاشت کې د النصر کلب سره یوځای شو.

د پاریس سینټ ژرمن کلب رئیس ناصر بن غانم الخلیفي تیره میاشت وویل: "زموږ دریځ خورا روښانه دی. که کیلیان غواړي چې پاتې شي، نو باید نوی تړون لاسلیک کړي. موږ نشو کولی چې د نړۍ غوره لوبغاړی نن په وړیا توګه ټیم پریږدي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG