د لاس رسي وړ اتصالات

په تورخم کې له یو څلي د امان الله خان د تصویر پاکولو غبرګونونه پارولي


په تورخم کې د "ازادۍَ" په نوم څلی په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شو.
په تورخم کې د "ازادۍَ" په نوم څلی په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شو.

د ننګرهار ولایت په تورخم کې له یو څلي څخه د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د عکس لیرې کولو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي، ځینو پرې خوښي ښودلې او نورو بیا دا کار غندلی او دا یې د طالبانو له لورې په افغانستان کې د ملي ارزښتونو د له منځه وړلو هڅه بللې ده.

امان الله خان په ۱۹۱۹ کې د خپلې واکمنۍ پر مهال له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او له پیل څخه یې په افغانستان کې د ښوونځیو او مدني ټولنو پراختیا ته پام واړوه چې له همدې کبله د افغانانو ترمنځ د معاصر افغانستان بنسټ ایښودونکی او ملي سمبول ګڼل کیږي.

په تورخم کې د 'خپلواکۍ' په نوم څلی ددغه سرحدي ښارګوټي د ښاروالۍ لخوا په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شو چې په یو مخ یې د امان الله خان او پر بل مخ یې د پښتنو د حقونو مبارز خان عبدالغفار خان تصویرونه کښل شوي وو.

تېره اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو تصویرونو وښودله چې د امان الله خان او خان عبدالغفار خان پر عکسونو تور رنګ شیندل شوی او له هغه وروسته له څلې څخه دغه عکسونه په بشپړ ډول لیرې کړل شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې د هغه کس ویډیو هم لاس په لاس شوه چې له دغو تصویرونو څخه د تور رنګ په پاکولو بوخت دی. راپورونو وویل چې د طالبانو چارواکو دغه کس نیولی او له یوې ورځې بند وروسته یې خوشې کړی دی.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر افغانانو د څلي تصویرونه شریک کړي چې د امان الله خان عکس ورڅخه پاک شوی، دوی دا د طالبانو کار بللی او غندلی دی. لیکوال او څېړونکی عبدالغفور لېوال وایي طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې پر هغه څه ګوزار کړی چې افغانان یې ملي ارزښتونه بولي.

لیوال د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "دغه ایډیولوژیکه ډله چې پر افغانستان واکمنه ده، د ملي هویت په وړاندې وېره لري او هم ورڅخه یو ډول کرکه لري. دوی له ملي ځواک څخه ډاریږي او همدا اوس د دوی په وړاندې یوازنۍ ننګونه د خلکو ملي احساسات دي."

لیوال وویل چې امان الله خان او د هغه اماني نهضت د افغانستان د ننني ژوند د ټول پرمختګ سرچینه بلل کیږي او له همدې کبله یې افغانان درناوی کوي او نوم یې د ملي سمبول په توګه پاتې دی.

د طالبانو د حکومت یو شمېر خواخوږو په ټولنیزو شبکو کې، په تورخم کې د خپلواکۍ له څلي څخه د امان الله خان د تصویر په لیري کولو خوښي ښودلې او ددې کار ننګه یې کړې ده.

په عین وخت کې، یو شمېر افغانانو په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو "لېست اې" سیالیو په اړه د خبرونو او خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم ایستلی دی.

دا سیالۍ له ۲۰۱۷ کال راهیسې "د غازي امان الله خان لېست اې" سیالیو په نوم ترسره کېدې او په همدې نوم د کرکټ نړیوالې شورا سره راجستر دي. د افغانستان د کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دغو سیالیو په کپ باندې په رسمي ډول د "غازي امان الله خان لېست اې" سیالۍ لیکل شوي دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې، دا د افغانستان د پخواني پاچا د نوم او نښان سره د مخالفت لومړی ځل نه بلل کېږي. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم څه موده وړاندې ویلي وو چې امان الله خان ښوونځیو ته د نجونو لېږلو خارجي کلتور افغانستان ته راوړی دی.

ندیم د ۲۰۲۲ په دسمبر کې په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې، د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د هغه بهرنیو سفرونو ته په اشارې سره وویل: "ولاړی په غربیانو باندې وګرځیدی او له هغه خوا یې دا فارموله راوړه چې ښځې ولې په کورو کې ناستې دي، ښځې ولې مکتب ته نه ځي. همدغه د عیاشۍ او فحاشۍ نسخه یې غوښتله چې په افغانستان کې یې عملي کړي. قدرمن علما یې په مخ کې ودریدل چې دا نه درسره منو."

بل خوا، یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي چې طالبانو په کابل کې د هزاره ګانو د وژل شوي قومي مشر عبدالعلي مزاري ته د ځانګړي شوي یو څلي څخه د هغه حک شوی تصویر پاک کړی او ادعا شوې چې طالبان ددغه څلي د نړولو پلان لري.

طالبانو لا د دغو ادعاو په اړه په رسمي‌ ډول څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG