د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان جوړ شوی ؛ د آیرلینډ په خلاف په لومړۍ لوبې کې د افغان لوبډلې مشري کوي


د راشد خان تر څنګ به مجیب الرحمان هم د آیرلینډ سره په لوبو کې برخه ولري.
د راشد خان تر څنګ به مجیب الرحمان هم د آیرلینډ سره په لوبو کې برخه ولري.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی راشد خان چې د ملا عملیاتو له کبله د څو میاشتو راهیسې په لوبو کې برخه نه درلوده، ، روغ شوی او ټاکل شوې چې د آیرلینډ په خلاف د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې د افغانستان د لوبډلې مشري وکړي.

د دریو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي جمعه مارچ ۱۵ (کب ۲۵) د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه ورځې وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو دریمه لوبه کې د آیرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او دا لړۍ یې ۲ـ۰ وګټله. یوه لوبه د باران وریدو له کبله بې نتیجې شوې وه.

د افغانستان د شلو شلو اورونو نړیوالو لوبو لپاره کپتان، راشد خان د آیرلینډ سره د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې د نه ګډون تر څنګ په سریلانکا کې هم د افغانستان د لوبډلې کې نه و چې پر ځای یې کپتاني ابراهیم ځدراڼ کوله.

راشد خان به په سبانۍ لوبې کې برخه ولري او کپتاني به هم کوي.

د راشد خان تر څنګ د افغانستان بل نوموتی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمان هم د ژوبلیدو له کبله د سریلاناکا سره په لوبو کې نه و چې افغانستان یوازې یوه لوبه وګټله.

د ملا عملیاتو له کبله راشد خان ونشو کړی سږ کال د اسټرالیا او پاکستان په تجارتي سیالیو کې هم برخه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ تیره ورځ د آیرلینډ لوبډلې سره د شلو شلو اورونو نړیوالو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه چې دا ځل د پخوا په پرتله نویو او ځوانو لوبغاړو ته پکې ډیر ځای ورکړل شوی.

صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، وفادار مومند او ننګیالی خروټی یو شمیر ځوان او نوي لوبغاړي دي چې د راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمان، فرید ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي سره د دې سیالیو په سکواډ کې دي.


د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې پخواني لوبغاړي، ننګیالي خروټي د افغانستان ملي لوبډلې لپاره پخپلې لومړۍ لوبې کې د آیرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول چې د محمد د نبي تر څنګ یې د لوبې په ګټلو کې مهم نقش درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG