د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د کال غوره لوبډله کې راغلی


راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸م کال د یو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی دی.

د کرکټ‌ن نړیوالې شورا د سې شنبې په ورځ ویلي چې راشد خان په دغه کال کې د یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی و چې په ترڅ کې یې د ۱۴،۴۵ په اوسط ۴۸ ویکټې اخیستي.

راشد خان دغه راز د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان د لارموندنې پر مهال هم غوره رول لوبولی و او ډېرې مهمې ویکټې یې اخیستې وې.

د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې لوبډله کې څلور-څلور لوبغاړي له انګلستان او هندوستان هېوادنو دي؛ په داسې حال کې چې پاتې درې نور له افغانستان، بنګله دېش او نیوزلنډ ټاکل شوي دي.​

ای سي سي د کال غوره لوبغاړو د ټاکلو لپاره هر کال یوه کمېټه رامنځته کوي چې له افغانستان څخه په دغه کمېټه کې د پژواک سینیر ایډیټر او سپورتي ژورنالست جاوید همیم کاکړ هم ګډون کړی و.

نوموړي په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "کرکټ نړیواله شورا هر کال د کال غوره لوبغاړي اعلانوي هغوی بیا د کال له غوره لوبغاړو څخه یوه غوره لوبډله اعلانوي هم د ټیسټ او هم یو ورځنیو سیالیو لپاره."

د کرکټ نړیواله شورا هر کال د بېلابېلو ځانګړتیا له‌مخې د کال غوره لوبغاړي اعلانوي.

XS
SM
MD
LG