د لاس رسي وړ اتصالات

کرېس ګیل راته ځینې مهمې مشورې راکړې -حضرت الله ځاځی


حضرت الله ځاځي لومړی افغان شو چې په شل اوریزو سیالیو کې په شپږو توپونو شپږ شپږیزې وهي او چټکه پنځوسیزه کوي
حضرت الله ځاځي لومړی افغان شو چې په شل اوریزو سیالیو کې په شپږو توپونو شپږ شپږیزې وهي او چټکه پنځوسیزه کوي

د ګلبهار افغان شل اوریز لیګ د سه شنبې (اکتوبر۱۶) د ورځې په لوبې کې کابل کندهار ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووتله.

د کندهار لوبډلې کابل ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه چې کابل پوره کړه. د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو. ده یو لوبغاړی هم وسوځوه او په ۸ توپونو یې ۲۷ چټکې منډې وکړې.

حضرت الله ځاځی د کابل په لوبډلې کې دی. دی نن ښه ونه ځلېده خو په تېرې لوبې کې یې په ۱۲ توپونو ۵۰ منډې وکړې او په یو اور کې یې شپږ پرلپسې شپږیزې یې ووهلې.

د ده د خوښې لوبغاړی د ویسټ انډیز کرېس ګیل دی. وايي له لوبې وروسته یې له ګرېس سره هم خبرې وکړې او هغه ورته ځینې مشورې ورکړې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG