د لاس رسي وړ اتصالات

قطر او ترکیه د کابل هوايي ډګر د پرانیستلو لپاره ګډ کار کوي‌ 


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د ترکیې او قطر چارواکي وايي چې دوی پلان لري چې په ګډه د طالبانو له حکومت سره کار وکړي چې د کابل هوايي ډګر ته او له دغه ډګر څخه پروازونه پیل او عادي شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغې مسئلې او ځینو نور مسایلو باندې د خبرو لپاره قطر ته روان شوی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاود اوغلو له خپل قطري سیال سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې «موږ به ګډ کار کوو».

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وویل: «قطر او ترکیه به په افغانستان کې د موقت حکومت سره په دوامداره توګه کار کوي چې یوې موافقې ته ورسیږو چې هوايي ډګر پرانیستل شي او خپل (عادي) فعالیت کړي.»

تر دې مخکې ترکیې ویلي وو که د امریکا متحده ایالتونه مالي او لوژیستکي مرستې وکړي، دوی به د کابل د هوايي ډګر مدیریت په خپله غاړه واخلي. هغه وخت ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي‌وو چې طالبان نغواړي د هوايي ډګر امنیت ترکیې ته وسپارل شي.

هغه ویلي وو: «موږ څنګه تاسو (طالبانو) ته امنیت وسپارو؟ فرض کړئ موږ امنیت در وسپاره، خو که یوه بله خونړۍ پېښه وشي، بیا به موږ نړۍ ته څه وضاحت ورکوو. دا کار اسان نه دی.»

د قطر حکومت هم ویلي وو چې د طالبانو او نورو دخیلو غاړو له موافقې پرته به د کابل د هوايي ډګر د چارو مسئولیت ونه مني. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په سپتمبر کې ویلي وو «موږ غواړو ډاډه شو چې هر څه واضح او ښکاره شي. که ټول مسائیل حل نشي، موږ د کابل د هوايي ډګر مسئولیت نشو اخیستلای.اوس خبرې روانې دي او غواړو یو تړون ولرو، چې ټولو اړخونو ته واضح وي چې څوک یې تخنیکي او څوک یې امنیتي‌ چارې په غاړه اخلي.»

دا مسئله داسې مهال مخې ته راځي چې ترکیه غواړي له قطر او د خلیج له نورو هېوادونو سره خپل روابط عادي‌ کړي.

طالبان د اګست په ۱۵نېټه کابل ته داخل شول او له هغه وروسته د انتقال په ماموریت کې څه باندې ۱۲۰زره خلک ووېستل شول چې د تېر حکومت کارکوونکي، د بهرنیو ځواکونو ترجمانان او همکاران، خبریالان او نور وو.

د انتقال د ماموریت په وخت کې د کابل د هوايي ډګر وسائیل څه ناڅه زیانمن شول.

د طالبانو حکومت وايي چې داخلي پروازونه پیل شوي‌ دي‌ او هڅه به کوي‌ چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم خپل پروازونه عادي ‌کړي.

XS
SM
MD
LG