د لاس رسي وړ اتصالات

اڅکزی: زموږ ستونزې د پاکستان په محکمو او قاضيانو نه هوارېږي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې دا جرګې د ناامنۍ او د پښتنو وسايلو او کاروبارونو ته د ورپېښو ننګونو په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي(عکس ارشیف).
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې دا جرګې د ناامنۍ او د پښتنو وسايلو او کاروبارونو ته د ورپېښو ننګونو په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي(عکس ارشیف).

د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې د "ولسي جرګو" په لړ کې د ډسمبر پر ۲۸ او ۲۹ (مرغومی ۸ او ۹) په پښين کې دوه ورځنۍ جرګه روانه ده چې د پښين او شاوخوا سيمو سلګونو ولسي او سياسي مشرانو ګډون پکې کړی دی.

د جرګې پر لومړۍ ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبر او د پاکستان د حکومت مخالف شپږ ګونديزه اتحاد مشر محمود خان اڅکزي وويل چې د پښتنو ستونزې د پاکستان محکمې او قاضيان نه شي هوارولای، بلکې د هغه په وينا، پښتانه لا په "بدۍ او تاوان" ورسره اخته کېږي.

هغه زياته کړه: "د پاکستان په عدالتونو (محکمو) کې د يو ايکړ (هکتار) مځکې دعوه په ۲۰ کاله نه خلاصېږي. بيا رشوتونه او پيسې خرڅول پکې راځي. وروسته له هغه څخه لويې بدۍ جوړې شي. موږ ته تر هغو پورې، چې د خپل قام واک او اختيار ګټ او خپل پارلمان جوړوو، زموږ سره بله لاره نه ده پاتې. دغه جرګه زموږ پارلمان دی، دغه زموږ ولس دی، دوی به موږ ته لاره راښيي، يو له بله به زده کړه کوو او پرمخ به ځو."

اڅکزي وويل، د جرګې استازي به پښتنو ته ورپېښې ستونزې هواروي او چې قام پرېکړه وکړه، بيا به مشر او کشر ټوله غاړه ورته ږدي.

هغه غوښتنه وکړه چې هر قوم ته دې د هغوی پر ځمکو او وسايلو واک او لومړی حق ورکړل شي. د هغه په وينا د پښتنو پر خاروه چې څه طبيعي زېرمې دي، په هغوی کې دې پښتنو ته حق او ونډه ورکړل شي. اڅکزي زياته کړه چې پښتونخوا وطن له معدنو او طبیعي زېرمو ډک دی خو بيا يې هم ولس له لوږي سره مخامخ دی، چې د هغه په وينا د دې لوی لامل د پښتنو پر وسايلو د پښتنو واک نه درلودل دی.

د پښين دوه ورځنۍ جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو د هغې لړۍ برخه ده چې اعلان یې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) په کوټه کې په خبري غونډه کې کړی وو.

نوموړي هغه مهال ویلي و چې دا جرګې د ناامنۍ او د پښتنو وسايلو او کاروبارونو ته د ورپېښو ننګونو په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي.

په دې ترڅ کې لومړۍ دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر نهمه او لسمه (لړم ۱۹ او ۲۰) په لورالايي حوزه کې، دویمه د نومبر پر ۲۴ او ۲۵ (ليندۍ ۴ او ۵) په ژوب حوزه کې او درېيمه دوه ورځنۍ جرګه د ډسمبر پر اوومه او اتمه (ليندۍ ۱۷ او ۱۸) په سيوۍ کې وشوه.

جرګې ته د پښين قبايلي مشر ملک عبد الله خان کاکړ وويل چې پښتانه په پاکستان کې له يوشمېر ستونزو سره مخامخ دي او په بېلا بېلو نومونو ځورول کېږي.

نوموړي زياته کړه: "نن په هر ځای کې پښتانه د ترهګر په نامه يادېږي. که هر چا يو کار وکړ او هغه پښتون و، نو بيا د ترهګر نوم ورباندېږي او زنداني کېږي، او هلته مياشتې او کلونه تېروي."

نوموړي دا خبره پداسې حال کې وکړه چې په دا وروستيو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او لاهور کې له پښتنو سره د امتيازي چلند راپورونه ورکړل شوي او يو شمېر زنداني شوي دي.

د پاکستان مرکزي او د پنجاب ايالتي حکومت لا د جرګې د غوښتنو او تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې يوازې بې اسناده کډوال محاکمه کوي. هغوی د ولس د کاروبار او ژوند د خونديتوب لپاره ژمنتيا په وار وار تکرار کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG