د پاکستان د بلوچستان ايالت په سيوۍ (سبي) ولسوالۍ کې دوه ورځنۍ "ولسي جرګې" ته په وينا کې ولسي او سياسي مشرانو غوښتنه کړې ده چې هر قوم ته دې د هغوی پر ځمکو او وسايلو واک او لومړی حق ورکړل شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې د "ولسي جرګو" په لړ کې د ډسمبر پر اوومه او اتمه (ليندۍ ۱۷ او ۱۸) په سيوۍ کې د هغې سيمې د ولسي او سياسي مشرانو جرګه وشوه چې سلګونه کسانو ګډون پکې کړی وو.
د جرګې پر دويمه او وروستۍ ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبر او د پاکستان د حکومت مخالف شپږ ګونديزه اتحاد مشر محمود خان اڅکزي وويل د پاکستان چلولو يوازينۍ لاره دا ده چې د هر قوم ولس ته پر خپلو وسايلو، طبیعي زېرمو او شتمنيو لومړی حق او واک ورکړل شي. "کرکې له ناانصافۍ زېږي. چې کله تاسو ناانصافي وکړئ نو کرکې پيدا کېږي، او چې کله نور زياتوب وکړئ نو بيا جنګونه کېږي."
نوموړي زياته کړه چې پښتونخوا وطن له معدنو او قدرتي زېرمو ډک دی خو بيا يې هم ولس له لوږي سره مخامخ دی، چې د هغه په وينا د دې لوی لامل د پښتنو پر وسايلو د پښتنو واک نه درلودل دی.
اڅکزي وويل چې په کوټه ولسوالۍ کې په دې پلمه زرګونه جريبه ځمکه د نورو سيمو خلکو ته ورکول کېږي چې دا حکومتي ځمکه ده، خو د نوموړي په وينا، د پښتنو پرخاوره هېڅ حکومتي ځمکه نشته او د پښتون وطن ټولې ځمکې او غرونه د پښتنو ملکيت دي او د ټولو وېش معلوم دی.
د سېوۍ دوه ورځنۍ جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو د هغې لړۍ برخه ده چې اعلان یې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) په کوټه کې په خبري غونډه کې کړی وو.
نوموړي هغه مهال ویلي و چې دا جرګې د ناامنۍ او د پښتنو وسايلو او کاروبارونو ته د ورپېښو ننګونو په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي.
په دې ترڅ کې لومړۍ دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر نهمه او لسمه (لړم ۱۹ او ۲۰) په لورالايي حوزه کې او دویمه دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر ۲۴ او ۲۵ (ليندۍ ۴ او ۵) په ژوب حوزه کې وشوه.
جرګې ته قبايلي او سياسي مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي منشي نواب محمد اياز خان جوګيزي وويل چې د پښتنو غرونه له معدنو ډک دي خو د هغه وينا حکومت د ځايي وګړو پر ځای د نورو سيمو خلکو ته جوازونه ورکوي چې هغوی له دې ځايه ګران بيعه معدن انتقال کړي.
نوموړي زياته کړه چې په بلوچستان کې تر ټولو ارزانه معدن د ډبرو سکاره دي، خو په وينا يې چې هغه هم ځايي خلکو ته د پلور لپاره نه ورپرېښودل کېږي او د ناامنۍ ستونزې يې ورته جوړې کړې دي.
جرګې ته په وينا کې ولسي مشر سردار حبيب الرحمن دومړ تور پورې کړ چې يو خوا وسله وال او بل خوا د پاکستان امنيتي ځواکونه دوی دې ته نه پرېږدي چې په ارامه کاروبار وکړي او له خپلو ځمکو د ډبرو سکاره د پلور لپاره نورو سيمو ته واستوي.
د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومت لا د جرګې د غوښتنو او تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې د ولس د کاروبار او ژوند د خونديتوب لپاره ژمنتيا په وار وار تکرار کړې ده.
فورم \ دبحث خونه