د پاکستان یو تبع چې په کاناډا کې ژوند کوي، پدې تور نیول شوی چې د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې په یهودانو د برید کولو پلان یې درلود.
د متحده ایالاتو عدلیې وزارت جمعه سپټمبر ۶ (وږي ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې نیول شوی تن شل کاله عمر لري، نوم یې محمد شاه زیب خان دی چې په شهباز جدون هم پژندل کیږي او د همدې تیرې چارشنبې په ورځ وروسته تر هغه ونیول شوی چې متحده ایالاتو د برید کولو په پلان تورن کړ.
د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلینډ په اعلامیې کې ویلي چې "شک کیږي تورن شخص د همدې روان کال د اکټوبر ۷ مې نیټې په شاوخوا کې د نیویارک په ښار کې د ترهګریزو بریدونو پلان درلود او د اسلامي دولت په نامه یې د هر څومره ډیرو یهودانو چې امکان یې درلود، وژلو پلان لره".
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې تورن شخص د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې FBI د پلټنو او د کاناډا د قانون تطبیق همکارانو چټک عمل له کبله نیول شویدی.
د دې تورن شخص پر ضد په ثبت شوې جنایي شکایت پاڼې کې راغلي چې هغه پلان درلود د روان میلادي کال د اکټوبر په اوومې نیټې – هماغه نیټه چې حماس په اسرائیل برید وکړ – د نیویارک ښار ته ولاړ شي او د یهودانو په یو مرکز کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ملاتړ ډله ایز برید وکړ.
په شکایت پاڼې کې ویل شوي چې تورن شخص د برید کولو په هکله خپل پلان د څو کسانو سره شریک کړی و چې په حقیقت کې د پولیسو مخفي غړي و.
د کاناډا پولیسو تورن شخص، محمد شهباز خان د اورمسټاون په سیمه کې نیولی چې د امریکا او کاناډا سرحد څخه تقریباً ۱۹ کیلو مټره لیرې پروت دی.
د متحده ایالاتو عدلیې وزارت ویلي چې له کاناډا څخه به وغواړي چې تورن شخص دویته وسپاري.
په خان دا تور هم دی چې یو بهرني تروریستي سازمان ته یې د موادو او مالي امکاناتو برابرولو هڅه کړې وه.
که چیرته دا تورن شخص د متحده ایالاتو په محکمې کې مجرم ثابت شي، تر ۲۰ کالونو پورې بندي کیدی شي.
فورم \ دبحث خونه