د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې د پاکستان نیمه پوځیان وژل شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پاکستان پوځ ‌وايي د بلوچستان د مرکز کویټه په ۱۰۵ کیلیو مېترۍ کې د هارناې په سیمه کې د دغه هېواد په نیمه پوځيانو برید شوی او اوه تنه یې وژل شوي دي.

برید تېره شپه ډسمبر۲۶ (مرغومي۶) شوی دی. د پاکستان پوځ او امنیتي سرتېري وخت ناوخت په دغه ایالت کې د حکومت د وسله والو مخالفانو تر بریدونو لاندې راځي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي:" د مرمیو د شدیدې تبادلې په پایله کې اوه سرتېري ووژل شول خو د ترهګرو مخه یې ونیوله."

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی. په بلوچستان کې بلوچ بیلتونپال له کلونو راهېسې وسله وال مقاومت کوي او همدغه راز دغلته د اسلامپالو بریدونه او مذهبي تشدد پېښې هم کیږي.

پاکستان هند تورنوي چې د بلوچ ملتپالو ننګه کوي.

بلوچستان ایالت د هند او پاکستان د اقتصادي دهلیز د میلیاردي پروژې یوه مهمه برخه ده.

بلوچ بیلتون غوښتونکو په تېر کې پر دغې پروژې د بریدونو مسولیت هم منلی او پاکستان زرګونه امنیتي ځواکونه د دغې پروژې د امنیت لپاره استولي.

XS
SM
MD
LG