د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور ددغه ایالت په یو شمیر سیمو کې د ادغام شويو قبايلي ولسواليو نجونو زده کوونکو ته د ۱۰۰۰ پاکستاني روپیو مياشتنۍ سکالرشپونه ورکول پيل کړې دي.
د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) په پېښور کې د اعلی وزير په دفتر کې ددې اقدام په ترڅ کې د يوې غونډې پر مهال علي امين ګنډه پور د قبايلي سيمو له شپږم څخه تر ۱۲ ټولګيو پورې يوشمېر نجونو زده کوونکو ته مياشتنې پیسې وویشلې.
نوموړي پر دې مهال غونډې ته په وينا کې وويل چې د وظيفو د پروګرام له مخې به د قبايلي سيمو د ۵۱۴ ښوونځيو ۳۰ زره نجونو زده کوونکو ته هره مياشت ۱۰۰۰ روپۍ ورکول کېږي.
د ګنډه پور په وينا، پر دې پروګرام يو اعشاريه ۱۴ ميليارده روپۍ لګښت راځي چې ۸۲ سلنه يې د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت او ۱۸ سلنه يې د خوړو نړيوال پروګرام ورکوي.
هغه زياته کړه، هغه قبایلي نجونې به ددغو سکالرشپونو څخه ګټه پورته کړای شي چې په ښوونځي کې يې حاضري تر ۷۰ سلنه کمه نه وي.
علي امین ګنډاپور زیاته کړه چې د سکالرشپونو اصلي هدف د قبايلي ولسواليو په ښوونځيو کې د نجونو د حذبولو او شاملیدو د کچه لوړول او له ښوونځیو د نجونو د پرېښودو د کچې ټيټول دي.
نوموړي وويل: "د نجونو تعليم زموږ يو مهم لومړيتوب دى. تعليم يافته نجونې د يو تعليم يافته ملت ضامنې دي. کوم تعليم او شعور چې د مور په غېږ کې راځي، هغه په هيڅ اداره کې نه شي موندل کېدای."
ګنډه پور زياته کړه چې نجونې ډېر استعدادونه لري او دوی ته باید فرصتونه ورکړل شي. "موږ هڅه کوو چې نجونو ته په ټولو برخو کې مساوي فرصتونه برابر کړو."
د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د تېرو څو کلونو پر مهال د ترهګرۍ او پوځي عملياتو له امله سلګونه ښوونځي په جزوي يا بشپړ ډول نړیدلي یا ورته زیان رسیدلی چې له امله یې د زده کوونکو درسونه اغېزمن شوي دي.
خو کلونه وروسته حکومت ويلي چې يو ځل بيا يې د تعليم خوا ته پاملرنه زياته کړې او د ښوونځيو د بيارغونې ترڅنګ يې په ښوونځيو کې د ماشومانو د داخلولو لپاره کمپاينونه چلولي دي.
فورم \ دبحث خونه