No media source currently available
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د موی تای مسلکي ورزشکاره نرګس اخلاقي پاکستان ته کډواله شوه او په اسلاماباد کې یې د افغان نجونو لپاره د موی تای اکاډمي پرانیسته. نوموړې وايي چې موخه یې په کډوالۍ کې له محرومیت سره مخ نجونو ته د ورزشي مهارتونو زده کړې د زمینې برابرول دي.
د امريکا غږ خبريال شاهين افريدي پدغه ویډیو کې د نرګس اخلاقي ورځنې فعالیتونو انځور کړي دي.