د خيبر پښتونخوا د مردان سیمې يو ځوان د معتادينو، معيوبو او د کونډو ماشومانو ته وړيا زده کړې ورکوي. په دې ښوونځي کې تر سلو ډېر ماشومان په زده کړو بوخت دي، چې له دې وړاندې به يي په کوڅو کې کثافات راټولول. دغه ځوان هڅه کوي چې دغو ماشومانو ته د زده کړو ترڅنګ لاسي هنرونه هم ورزده کړي.
پېښور کې د هوا ګرمیدو برسیره، ډیری وخت د بریښنا نه شتون خلک دې ته اړ کړي چې د ګرمې هوا له څپو څخه د ځان ژغورلو په موخه د لامبو حوضونو ته مخه کړي. شاهين افریدي د لامبو یو حوض ته ورغلی او ځوانانو سره خبرې کړي.
په پېښور کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه وشوه چې پکې د افغان او پاکستاني ټولنو ترمنځ په ټولنیزه همغږۍ خبرې وشوې. د افغاني کلتور بېلابېل رنګونه نندارې ته وړاندې شول او افغان ځوانانو خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
افغانستان ته د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستنېدو لپاره د پاکستان د حکومت له خوا د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې نېټې ضرب الاجل پای ته ورسېد. که له یوې خوا د افغان کډوالو د کارډ موده ختمه شوې ده، له بلې خوا له پاکستانه په زوره د ایستلو وېره هم لري.
کډوالو کمپ کې میشتې افغان مېرمنې وايي په پاکستان او افغانستان کې د ښځو لپاره د زده کړې او کار زمينه نشته. له همدې امله ډیری میرمنې د دې مهارتونو له لارې نه یوازې د خپلو کورنیو ملاتړ کوي بلکې د خپلو ماشومانو د زده کړو لګښتونه هم پوره کوي. شاهين افريدي- امريکا غږ
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي وتړل شول او نيږدې درې کاله کیږي چې پوهنتونونو ته یې د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی. د دولسم ټولګي څخه فارغې شوې د کانکور په تمه افغان ځوانې نجونې په پېښور کې لاسي هنرونه زده کوي۔ شاهين افريدي- امريکا غږ
په چارسدې کې له لسو بیلابیلو موادو څخه جوړ د ګوړې دغه شربت ډېر مشهور دی. په دې شربت کې د بادام، ممیزو او ناریل، میوې په ګډون لس مواد شامل دي، چې د دې ایالت له بېلابېلو سیمو څخه خلک یې د څښلو لپاره راځي. شاهین افریدی – امریکا غږ
د طالبانو بیا واکمنېدو سره دوه میلیونه نور افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، چې دا مهال له نامعلومه برخلیک سره مخ دي. د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت شاهین افریدي د افغان تکواندوکارانو په اړه راپور جوړ کړی چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په ياده لوبه کې له ستونزو سره مخ دي.
د پېښور په بېلابېلو بازارونو کې نن د اختر د خریداریو وروستۍ ورځ ده. هټیوال وايي، په پاکستان کې د انفلاسیون له امله په دې اختر کې په بازارونو کې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه کمه ليدل کيږي. دوي وايي، چې د پېرودونکو د کموالي له امله ډېرو دوکانونو ته کمپنيو د توکو رسول بند کړي دي.
د پېښور په منډيو کې سږکال د قربانۍ د څارویو بیې لوړې دي. له افغانستان څخه پاکستان ته د وړو څارویو پر واردولو بندیز لګول شوی، په داسې حال کې چې د ځايي څارویو بیې خورا لوړې دي. پېرېدونکي وايي اکثر خلک دی ته اړ شوي چې د قربانۍ لپاره درې څلور تنه څاروي په شريکه واخلي شاهين افريدی- امريکا غږ
د پېښور په"ريتۍ بازار" کې چیري چې په دودیزه توګه پکې تبر، چړې، بخارۍ، ديګونه او نور لوښي جوړیږي، د معمول په توګه د لوی اختر په مناسبت ګڼه ګوڼه زیاته وي. دغه تاریخي بازار ته د پاکستان له بيلا بيلو ښارونو څخه ګڼ شمېر خلک راځي او د قربانۍ لپاره توکې اخلي.
د خیبر ولسوالۍ په "باړه پولیس مرکز کې" د مېرمنو شکایتونو د اوریدو لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ شوی دی، چې د مسؤلینو په وینا، د کورنۍ تاوتریخوالی، تعلیم، واده او د میراث له حقونو څخه د محرومیت په ګډون موضوعاتو ته پکې رسیدګي کیږي.
هر کال د جون ۱۲مه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د کار ضد ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځې موخه په کم عمر کې د ماشومانو د کار مخنيوی او پر ضد عملي ګامونه پورته کول دي. په پېښور کې د دې ورځې په مناسبت د يوې افغانې انځورګرې نقاشۍ نندارې ته وړاندې شوي چې موخه يي د ماشومانو اساسي حقونه په ډاګه کول دي.
په افغانستان کی د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوې افغان نجونې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي. خو بلخوا، په پېښور کې يو داسې مرکز جوړ شوی چې دغو نجونو ته د سینګار او خیاطۍ روزنه ورکوي، ترڅو له دې لارې په ځان بسیا او د خپلو کورنيو ملاتړ وکړي.
په پېښور کې یوه نادولتي موسسه د افغان کډوالو په کمپونو کې د زيات عمر لرونکو نجونو نوم لیکنه کوي. د زده کړو د يو پروګرام لاندې، د کډوالو په یو کمپ کې دننه یو ښوونځی جوړ شوی ترڅو تر ۱۷ کلنو پورې افغان نجونې باسواده شي.
د پېښور په بورډ بازار کې د يو افغان بابا د عطرو پلورنځی ډېر مشهور دی. هغه له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په دغه بازار کې له سلو ډېر ډوله عطرونه پلوري. وایي له اوږدې مودې راهیسې له لیرو سیمو ورته خلک راځي چې اکثر پېرودونکي يې د مدرسو زده کوونکي دي. شاهین افریدی – امریکا غږ
د جون پنځمه نېټه چې د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، سږکال پداسې حال کې نمانځل کیږي چې اقلیمي بدلونونه په نړۍ کې له سترو ننګونو څخه ګڼل کیږي. ددغې ورځې په مناسبت په خيبر ولسوالۍ کې هم د "پسرلي" په نوم يوه مشاعره جوړه شوې وه چې موخه یې د چاپیریال ساتنې په هکله د پوهاوې د کچې لوړول و.
د پېښور په بورډ بازار کې يو افغان کډوال د تصفیه شويو اوبو د ماشین په نصبولو سره نه یوازې ددغه بازار سلګونو هټیوالو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي، بلکې ځان او نورو ته یې د يو ښه روزګار زمینه یې هم برابره کړې ده. پدغه ویډیو کې چې شاهین افریدي رالیږلې، په کې ددغه افغان کډوال کار او روزګار انځور شوی دی.
د پيښور په “بډه بير افغان کډوالو په کمپ” کې تر ۵۰ ډیرو افغان کډوالو ته د څراغ د ترمیم هنر ښودلو يوه پروژه پيل شوې. د دغې غير دولتي موسسې په مرسته به د هنر ترلاسه کولو کسانو ته په پای کې د دغه هنر د پاللو لپاره سامانونه هم ورکول کیږي. شاهين افريدی پرې راپور لري
د پېښور اوسیدونکې، ساجده سعید په پيښور پوهنتون کې رستورانت جوړ کړی. هغه وایي چې د خپل مېړه په مرسته یې دغه روزګار روان کړی او زیاتوي چې هدف یې روزګار کولو ته د پښتنو میرمنو هڅول دي. شاهين افریدی پرې راپور لري.
نور پورته کول