پاکستاني الراونډر عماد وسیم د جمعې په ورځ، دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۳)، له نړیوال کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ.
عماد وسیم په ایکس شبکه کې به یو پوسټ کې لیکلي: "له ډیر غور او فکر وروسته مې پرېکړه کړې چې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد وکړم. په نړیوال سټیج باندې د پاکستان استازیتوب کول راته د ژوند ترټولو لوی ویاړ و."
دا دوهم ځل دی چې عماد وسیم له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي. هغه په لومړي ځل د تیر کال په نومبر کې استعفا کړې وه خو د پاکستان کرکټ بورډ هغه د ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره په سکواډ کې شامل کړ.
عماد وسیم د روان کال د جون په میاشت کې په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې، چې د متحده ایالاتو او ویسټ انډیز په ګډ کوربه توب ترسره شو، چندان ونه ځلید. هغه په درې لوبو کې یوازې ۱۹ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.
عماد وسیم په ۵۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی او په دغو لوبو کې یې ۹۸۶ منډې کړي او ۴۴ ویکټې اخیستي دي. هغه په ۷۵ شل اوریزو نړیوالو کې ۷۳ لوبغاړي سوځولي او ۵۵۴ منډې کړي دي.
عماد وسیم وايي تمه لري چې په کورنیو او تجارتي لیګونو کې لوبې ته دوام ورکړي.
فورم \ دبحث خونه