د لاس رسي وړ اتصالات

ایګلنډ: کیدای شي طالبان ډیر ژر غیر دولتي موسسو کې د ښځو کار ته اجازه ورکړي


ین ایګلنډ، د ناورې د کډوالو شورا رئیس
ین ایګلنډ، د ناورې د کډوالو شورا رئیس

د ناروې د کډوالو شورا مرستندویې موسسې رئیس، ین ایګلنډ وايي د طالبانو څو وزیرانو ورته ویلي چې د مشرتابه تر منځ یې بحثونه روان دي او کېدای شي ډیر ژر په نادولتي موسسو کې د مېرمنو کار ته اجازه ورکړي.

ښاغلي ایګلنډ له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې کابل ته یې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د طالبانو له مشرانو غوښتي چې په خیریه موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار باندې د بندیز په اړه له سره غور وکړي او خبرداری یې ورکړی چې که دا بندیز لیرې نشي، "د انسانانو ژوند په خطر کې دی."

هغه وویل: " زه فکر کوم چې موږ به وکولای شو ډېر ژر بیرته کار پیل کړو... ما د دوی [طالبانو] وزیرانو ته په واضح توګه وویل چې تاسو په کابل کې واک ته له رسېدو وروسته، زموږ او د بشري مرستو رسوونکو نورو [موسسو] له مشرانو سره ژمنه وکړه چې له ښځینه بشردوستانه مرسته رسوونکو لپاره به هیڅ‌ ستونزه نه وي، د نجونو او میرمنو د زده کړو په برخه کې به هیڅ ستونزه نه وي."

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د دسمبر په ۲۴مه د یوه مکتوب له لارې ښځې په غیردولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې او خبرداری یې ورکړ چې له دغه امر څخه د سرغړوونکو موسسو د فعالیت جواز به لغو کړي.

ښاغلي ایګلنډ وویل، د طالبانو دغې پرېکړې په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا چارې فلج کړي ځکه چې په وینا یې، دا موسسه نشي کولای له خپل ښځېنه پرسونل پرته اړینې مرستې او خدمات ورسوي او له همدې امله مجبور شوي چې په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه بند کړي.

ایګلنډ وویل: "هغه دلیل چې موږ اړ ایستل شو چې کار ودروو دا وو چې پر ښځینه کار کوونکو بندیز ولګول شو. زموږ د ماموریت لپاره د ښځینه کار کوونکو کار ډېر مهم دی، موږ له هغوی پرته کار نشو کولای او موږ به د هغوی له حضور پرته کار و نه کړو‌ ځکه چې موږ به د یوې اصولي ادارې په توګه د میرمنو او نارینه وو لپاره یو شان کاري زمینه برابروو."

د ناروې د کډوالو شورا وايي په افغانستان کې ټول ۱۵۰۰ کارکوونکي لري چې ۴۷۹ یې ښځې دي. دا موسسه په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰زره اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو دپاره ددغو مېرمنو کار اړین بولي.

ښاغلي ایګلنډ په افغانستان کې د خپلو ښځینه مامورینو په اړه وویل: "دوی هغه کسان دي‌ چې په هېواد کې له مېرمنو سره په اړیکه کې دي، له کونډو او داسې میندو سره چې یوازې اوسیږي. موږ اړتیا لرو چې له دغو اړمنو مېرمنو سره په مستقیمه توګه په اړیکه کې اوسو، له هغوی سره مرکې او مشورې وکړو او دا کار یوازې میرمنې کولای شي."

طالبانو په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار باندې د بندیز لامل "د اسلامي امارت د حجاب او نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو نه مراعات کول" ښودلی دی. خو د ناروې د کډوالو شورا رئیس وايي په موسسه کې یې له یادو قوانینو او مقرارتو څخه سرغړونه نده شوې.

هغه وویل: "ټولې افغان میرمنې حجاب مراعتوي او هغوی ورسره هیڅ ستونزه نه لري. د افغانانو د اصولو له مخې په کاري چاپیریال کې د نارینه وو او میرمنو ځایونه سره جلا دي. آن په اوږد سفر کې له میرمنو سره نارینه محرم وي."

ښاغلي ایګلنډ زیاته کړه: "هغوی [طالبان] ادعا کوي چې د کار په ځای کې د امنیتي ساتونکو او یو شمېر کسانو چې د نادولتي موسسو څخه څارنه کوي، رپوټونه یې ترلاسه کړي، چې حجاب نه مراعت کیدو،‌ زه پرې شک لرم او دا په بشپړه توګه ناسمه ده چې د دوو یا دریو میرمنو له کبله د دوه یا درې سوه سازمانونو پر ښځینه کار کوونکو بندیز ولګول شي."

په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار باندې د طالبانو د بندیز له امله ګڼو نورو خیریه موسسو هم په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي. د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وویل چې د دوی د ارزونو له مخې، په دغه هېواد کې ۳۸ سلنه خیریه موسسو چې اکثریت یې د ښځو له خوا رهبري کېږي او یا هم پر ښځو تمرکز کوي، خپل فعالیتونه ځنډولي او ۴۸ سلنه نورې موسسې یوازې جزوي فعالیت لري.

د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښودلې چې له دې امله به په افغانستان کې اقتصادي بحران نور هم پراخ شي. د ناورې د کډوالو شورا مشر وايي، دغو اندېښنو ته په پام، د کارکوونکو معاشونه یې لا تر اوسه ندي پرې شوي.

هغه وویل: "تر هغې پورې چې زموږ ښځینه او نارینه کار کوونکي‌ بیرته کار ته راځي‌،‌ موږ یې تنخواګانې ورکوو. دا چې موږ به ترڅو پورې دا کار وکړو؟ دا په بسپنه ورکوونکو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو پورې اړه لري. ترټولو اړینه دا ده چې ترڅه وخت پورې موږ له کار کولو منع کیږو."

XS
SM
MD
LG